د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته د ۱۵۰۰ پوځیانو د لېږد امر وکړ


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ منځني ختیځ ته د یو زر پنځه سوه پوځیانو د لېږلو امر وکړ، ترڅو په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو ځواکونه پیاوړي شي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی، خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا ځواکونه به دفاعي نقش لري.

تر دې اعلان وروسته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې څرګنده کړه چې امریکا د اته میلیاردو ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن وسلې پلوري، ترڅو د ایران د تېري مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د واشنګتن په دې پرېکړه کې د ایران پرضد په سیمه کې جدیت ښکاري.

په وروستیو کې د امریکا یوه ستره بېړۍ چې الوتکې لېږدوي، د ایران اوبو ته په فارس خلیج کې نږدې شوه او امریکا له عراقه خپل یو شمېر ډیپلوماتان وایستل.

د امریکا ولسمشر پرون مخکې تر دې چې جاپان ته ولاړ شي، وویل چې امریکا منځني ختیځ ته لږ شمېر پوځیان د محافظتي هڅو په لړ کې استوي او یو شمېر مسلکي او تکړه کسان منځني ختیځ ته روان دي، تر څو وویني چې څه کېږي.

په واشنګټن کې په یوې خبري ناستې کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت چارواکو د لومړي ځل لپاره ایران او د هغه متحدان رسماً تورن کړل چې متحده عربي اماراتو ته نږدې یې په وروستیو کې د تېلو په بېړیو کې د بمونو په ایښودو کې دوی لاس درلود او پر عراق هم دوی توغندي ویشتلي دي.

مایکل ګیلډي چې د امریکا د لویو درستیزانو په کمېټه کې یو جګپوړی مقام دی، وایي چې امریکایي چارواکي خورا ډاډه دي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د تېلو په څلورو بېړیو کې به چاودنو کې مسؤل دي.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې وروسته تر دې کړکېچنې شوې چې ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادو د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه بهر شو چې تر دې وروسته واشنګټن پر ایران نوي بندیزونه ولګول.

د اوس لپاره په منځني ختیځ کې شااوخوا اویا زره امریکایي سرتېرې شته.

په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو اډه ده، په قطر کې یې د هوایي ځواکونو عملیاتي مرکز دی، شااوخوا پنځه زره دوه سوه سرتېرې په عراق کې لري او نږدې دوه سوه عسکر په سوریه کې دي.

د کانګرس یوه غړي له دې سره مخالفت کړی دی چې امریکا پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن وسلې وپلوري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د دوی دا پرېکړه به د کانګرس له موافقې پرته پلې شي، ځکه چې دا د امریکا له متحدانو څخه ملاتړ دی او په سیمه کې له ثبات سره مرسته کوي، همداراز دې هېوادونو ژمنه کړې ده چې د ایران د ګواښونو مخه به نیسي.

XS
SM
MD
LG