د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د امریکا ولسمشر وایي چې واشنګټن د ایران د رژیم بدلون نه غواړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په جاپان کې د وینا په حال کې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په جاپان کې د وینا په حال کې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې دا مهال په جاپان کې دی، وایي چې هېواد یې د ایران د رژیم بدلون نه غواړي.

ولسمشر ټرمپ نن په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره تر لیدو وروسته دا هم وویل چې له ایران سره د خبرو لېوال دی.

ده وویل:

"زه باور لرم چې ایران د خبرو غوښتونکی دی او که هغوی وغواړي چې خبرې وکړي، موږ به خبرې کوو چې وګورو څه کېږي."

د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغه کړکېچنې شوې چې ولسمشر ټرمپ تېرکال د ایران له اټمي تړونه ووت او پر ایران یې له سره بندیزونه ولګول.

له هغه وخته راپه دېخوا د ایران پر وړاندې د امریکا د خبرو لحن تند شو او په دې وروستیو کې یې په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړ.

همدې موضوع له ایران سره د امریکا د احتمالي جګړې د راپورته کېدو اندېښنې راوپارولې.

د امریکا ولسمشر نن د جاپان له صدراعظم سره د خبرو پر مهال وویل، هېڅ څوک په ځانګړي ډول دی پخپله د بدو پېښو غوښتونکی نه دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره ولیدل
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره ولیدل

د جاپان رسنیو راپور ورکړی چې صدراعظم ابې راتلونکې میاشت منځني ختیځ ته د سفر نیت لري.

ولسمشر ټرمپ په خپلو نننیو څرګندونو کې له صدراعظم ابې سره د ایران د ښو اړیکو یادونه کړې ده.

ډونالد ټرمپ د تېرکال په مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل چې دا سند اټمي وسلې ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي او په سیمه کې له تندلارو ډلو د تهران د ملاتړ په اړه ډېر وضاحت نه لري.

ایران د تندلارو د ملاتړ ادعا رد کړې او وایي چې اټمي پروګرام یې غیر پوځي اهداف لري.

د ایران مشرانو له امریکا سره هر ډول خبرې کول رد کړي او واشنګټن تورنوي چې د ایران د رژیم د بدلولو هڅه کوي.

د امریکا ولسمشر او د جاپان صدراعظم د دې ترڅنګ د شمالي کوریا د توغندیز او اټمي پروګرام په اړه هم بحث وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل:

"زه شخصاً فکر کوم له شمالي کوریا سره به ښه شیان واقع شي، احساس کوم، ښایې سم وي یا ناسم، خو زه احساس کوم، موږ اوږده لار وهلې، کومه اټمي یا توغندیزه آزموینه نه ده شوې."

ولسمشر ټرمپ وویل، شخصاً د شمالي کوریا د وروستۍ راکټي آزموینې د ډول په اړه اندېښنه نه لري، خو زیاتوي چې دا توغندیزې آزموینې د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړاوی او د اندېښنې وړ دي.

په داسي حال کې چې ولسمشر ټرمپ او صدراعظم ابې په خبرو بوخت وو، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د پیونګ یانګ د وروستیو توغندیزو آزموینو په اړه د څرګندونو له کبله شر غوښتونکی او ناقص انسان وباله.

جان بولټن دغه آزموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړاوی بللی دی.

ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ مخکې تر دې چې د جاپان له صدراعظم سره وګوري، د دغه هېواد له نوي امپراتور ناروهیټو او مېرمنې یې ماساکو سره د جاپان په شاهي ماڼۍ کې ولیدل.

XS
SM
MD
LG