د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ وايي د پاکستان پولیس د هغې د نیولو هڅې کوي


په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړه ګلالۍ اسماعیل
په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړه ګلالۍ اسماعیل

په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړې، ګلالۍ اسماعیل کورنۍ ادعا کوي چې د پاکستان پولیس د هغې د نیولو هڅې کوي.

د هغې پلار محمد اسماعیل پرون د مې په ۲۵مه د ازادي راډیو د قبایلو برخې، مشال راډیو ته وویل چې پولیسو يې کور د شنبې په شپه تلاشي کړ، خو ګلالۍ یې ونه موندله.

محمد اسماعیل وویل:

"تر پېشلمي وروسته، د پولیسو درې موټر زموږ د کور مخې ته ودرېدل، یو شمېر پولیس زموږ کور ته راننوتل، په ګلالۍ پسې ګرځېدل، زموږ کور یې تلاشي کړ او ووتل. ما ورته وویل چې ګلالۍ زما لور ده، خو واده شوې او دلته نه اوسېږي."

ګلالۍ اسماعیل په اسلام‌اباد کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري د ادعا او د هغې د قتل پرضد تر وینا وروسته، د پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول.

د اسلام‌اباد د شهزاد ټاون پولیسو د هغې پر ضد د جنايي جرم سند چې په پاکستان کې «اېف.ای.ار» ورته ویل کېږي، ثبت کړی دی.

پاکستاني پولیس
پاکستاني پولیس

د دې سند یوه کاپي پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او په‌کې لیکل شوي چې ګلالۍ اسماعیل پښتانه د پاکستان د حکومت پرضد پاڅېدو ته هڅولي دي.

د اسلام‌اباد د شهزاد ټاون د پولیسو دفتر مشال راډیو ته وویل چې څېړنې پېل شوې خو جزئیات نه‌شي ورکولای.

ګلالۍ اسماعیل د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ممنوع الخروج اعلان کړې وه.

هغه مخکې هم د پاکستان د حکومت پرضد د خبرو په تور ان توقیف شوې وه.

د بشري حقونو مبارزه او د پاکستان د عوامي نشنل ګوند غړې، جمیله ګیلاني ویلي چې پر مدني فعالانو داسې فشارونه او په سوله‌ییزو احتجاجونو بندیز لګول د وګړو حق تر پښو لاندې کوي.

جمیله ګېلاني ویلي:

"هغې د بشري حقونو په اړه خبرې کړي او ویلي و چې د نقض مخنیوی وشي. د پاکستان حکومت باید پر دې فکر وکړي چې ولې د هغو خلکو پرضد داسې کېږي، زه فکر نه کوم چې داسې اعمال به څوک ووېروي."

ګلالۍ اسماعیل په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ښځو له حقونو او د بیان له ازادۍ د دفاع لپاره په اروپا کې د انا پولیتکوفسکایا معتبره جایزه وګټله.

هغې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د باخبره نجونې «Aware Girls» په نوم یوه اداره جوړه کړه چې په خېبر پښتونخوا کې یې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوله.

XS
SM
MD
LG