د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

پاکستاني چارواکو ګلالۍ اسماعیل له بنده خوشې کړه


د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل
د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل

د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل چې په اسلام اباد کې د اعتراضیه غونډې پرمهال نیول شوې وه، خوشې شوه.

پاکستاني چارواکو ګلالۍ اسماعیل وروسته له هغه خوشې کړه چې د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل وویل، دا مېرمن او نور فعالان په غیر قانوني ډول نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM د نورو نیول شویو غړو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

مېرمن اسماعیل او د دې غورځنګ اولس نور غړي د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه لاریون کې د ګډون پرمهال ونیول شول.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون

دا غونډه د PTM د سوله غوښتونکي غورځنګ د یو فعال ارمان لوڼي د وژنې پر وړاندې د اعتراض لپاره جوړه شوې وه.

PTM د لوڼي د قتل تور د پاکستان پر پولیسو لګولی او وايي چې پولیسو نوموړی د ټوپکو په کونداغونو وهلی او وژلی یې دی.

ګلالۍ اسماعیل د چهارشنبې په ورځ ناوخته خوشې شوه.

هغې پرون د ازادي راډیو مشعل څانګې ته وویل چې پولیسو د دې د نیولو لپاره هېڅ راز قانوني دلایل نه درلودل

دی وویل:

"پر ما هېڅ راز تور نه و لګول شوی، د نیولو پرمهال ماته معلومه نه وه چې ایا دوی زما لپاره څه جوړ کړي دي او ماته یې نه ښيي، خو چې خوشې شوم، نو راته معلومه شوه چې دوی ما ته هېڅ راز تورونه نه وو ښودلي او نه یې زما وکیل ته څه ښودلي وو."

ګلالۍ وايي، د دې د کورنۍ لپاره ډېره ګرانه وه، ځکه پولیسو دا له یوه توقیف ځای څخه بل ته انتقالوله او کورنۍ یې خبره نه وه چې دا چېرته ده.

د پولیسو چارواکو ویلي چې ګلالۍ او د PTM نورو غړو د پاکستان د دولت ضد شعارونه ورکول.

ګلالۍ اسماعیل په تېره اکتوبر میاشت کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په یو غونډه کې له وینا وروسته د لنډ وخت لپاره نیول شوې وه، خو په روانه اوونۍ کې د هغې توقیف او ورپسې د لنډ وخت لپاره یې تری تم کېدل د خلکو سخته غوصه وپاروله او د PTM مینه والو پر ټولنیزو شبکو د "ګلالۍ چېرته ده" تر هشتګ لاندې پراخ کمپاین پیل کړ.

د بخښنې د نړیوال سازمان څېړونکې رابعې محمود فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، که څه هم ګلالۍ اوس خوشې شوې، خو د بشري حقونو د یوې مدافع فعالې په توګه د هغې ژوند تراوسه هم خوندي نه دی.

مېرمن محمود وايي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې دولت سوله ییز مظاهره چیان په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG