د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۹ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۳

د امریکا قانون جوړونکي د «پوځي ځواکونو د استفادې قانون» د لغوه کېدو هڅې کوي


د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس ودانۍ

د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ وروستۍ لانجې د دې لامل شوي چې په کانګرس کې یو شمېر ډموکراتان او جمهوري غوښتونکي د هغه قانون د لغوه کېدو غږ اوچت کړي چې له مخې یې د امریکا ولسمشرانو ته په تېرو دوو لسیزو کې په ټوله نړۍ کې د پوځي بریدونو اجازه ورکوله.

د ډموکرات ګوند استازې باربارا لي او د جمهوري غوښتونکو استازی توماس مسي د کانګرس له یو شمېر نورو غړو سره پرون د ګډې خبري غونډې پر مهال د پوځي ځواکونو د استفادې د قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

دا قانون په ۲۰۰۱ میلادي کال کې درې ورځې وروسته د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو چې پر نیویارک او واشنګتن وشول، تصویب شو.

د دې قانون له مخې امریکایي ځواکونه کولای شي چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو د مسؤلانو او د هغوی د ملاتړو پر ضد لاس په کار شي.

د امریکا د استازو جرګې یوه فرعي کمېټې د سې شنبې په ورځ په پوځي بودجه کې یو بدلون ومانه چې په‌دې کې هم له پوځي ځواکونو د استفادې د قانون د لغوه کېدو غوښتنه شوې ده.

ارشیف، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ (چپ) او د ایران ولسمشر حسن روحاني
ارشیف، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ (چپ) او د ایران ولسمشر حسن روحاني

د امریکا د کانګرس ګڼ غړي وایي چې له شااوخوا ۱۸ کلونو وروسته هغه وخت رارسېدلی دی چې کانګرس دا قانون لغوه کړي او پر ځای یې بل پلی کړي.

د دې قانون مخالفان په کانګرس کې په‌دې نظر دي چې دا قانون ډېر پراخ دی او باید داسې توجیه نه‌شي چې له مخې یې له ایران سره جګړې ته لار هواره شي.

د ایران او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لانجه وروسته تر دې زیاته شوې ده چې واشنګټن تېر کال د مې په میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووت او له نږدې یوې میاشتې راپه دې خوا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د ایران د تېلو صادرات صفر ته ورسوي او په ورته وخت کې یې په فارس خلیج کې پوځي حضور پیاوړی کړی دی.

تهران په ځواب کې ویلي دي چې بېرته به په لوړه کچه د یورانیمو غني کېدو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG