د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان څرګنده کړې چې د ایران لهخوا د ګواښونو پر وړاندې د واشنګټن غبرګون مخکې له مخکې اغېز کړی دی.
پاتریک شاناهان وايي، د ایران د ګواښونو پر وړاندې د امریکا غبرګون، د ایران احتمالي بریدونه ځنډولي دي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، د امریکا پوځي تحرک ایران «ته وخت ورکړ چې له سره حساب وکړي» چې په نتیجه کې یې د نوموړي په وینا پر امریکایانو د بریدونو احتمال «ځنډول» شوی دی.
دی وايي:
"زه فکر کوم زما اقدام ډېر پر ځای و او موږ پرامریکایانو د بریدونو احتمال وځنډاوه."
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په وینا:
"دا پهدې معنی نهده چې هغه ګواښونه چې موږ مخکې معلوم کړي وو، لهمنځه تللي دي، خو زموږ احتیاطي غبرګون، فکر کوم ایرانیانو ته وخت ورکړ چې له سره حساب وکړي."
نوموړي خبرداری ورکړی چې لاهم په لوړه کچه ګواښونه موجود دي او د دوی دنده ده چې ډاډمنه کړي، څو د شاناهان په وینا ایرانیان ناسمه محاسبه ونهکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ وروستیو کې د پوځي شخړې اندېښنې په زیاتېدو دي.
واشنګټن د ایران لهخوا د «پېښېدونکو ګواښونو» یادونه کړې او په منځني ختیځ او فارس خلیج کې یې خپل پوځي حضور زیات کړی دی.
ایران له خپله اړخه د هر ډول ګواښ ادعاوې رد کړې دي.
دواړو غاړو ویلي چې جګړه نهغواړي.
بلخوا د ایران ولسمشر حسن روحاني د عراق سره له ۱۹۸۸ میلادي کال څخه تر ۱۹۸۹ میلادي کال پورې د ورانوونکې جګړې یادونه کړې، کله چې په ایران کې د جګړې د ملاتړ عالي شورا کولای شول د اقتصاد او جګړې په چارو کې د حکومت نورو څانګو ته له مراجعې پرته پرېکړې وکړي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د حسن روحاني له خولې ویلي:
"موږ داسې اختیاراتو ته اړتیا لرو."
حسن روحاني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو خبرداریو ته په اشارې وویل:
"د سیاست نړۍ ته نوي راغلي کسان، په خپلو خامو تصوراتو فکر کوي چې کولای شي، د ایران عظمت مات کړي."
د ایران ولسمشر حسن روحاني دا هم ویلي چې له واشنګټن سره د کړکېچ د هواري لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ پلوی دی، خو په اوسنیو شرایطو کې نه.
د ایرنا دولتي خبري اژانس د ښاغلي روحاني له خولې وايي:
"اوسني شرایط د خبرو لپاره مناسب نهدي او زموږ انتخاب یوازې مقاومت دی."
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و چې"که ایران په منځني ختیځ کې د امریکا د ګټو خلاف هر څه وکړي له ستر ځواک سره به مخ شي."
نوموړي همدارنګه ویلي و، که تهران غواړي خبرې وکړي، باید لومړی ګام واخلي.