د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران د بحراني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې


د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې او بحراني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د رامنځته شوي وضعیت په اړه اندېښنه لري او له دواړو هېوادونو غواړي چې له زغمه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک د مې په ۱۹مه په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې د یوه توغندي لګېدو ته په اشارې وویل، دا اندېښمنوونکې پېښه ده او ایران او امریکا باید د یو بل پر وړاندې له لفظي شخړو ډډه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي دي چې که ایران غواړي چې خبرې وکړي، نو پیل‌يې باید دا هېواد وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې هر کله چې ایران خبرو اترو ته چمتو وي، موږ ته دې خبر راکړي.

ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې که ایران د امریکا ګټې په نښه کړي، نو په وینا يې چې دا به د ایران پای وي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ډونالد ټرمپ د دې خبرداري په ځواب کې ویلي دي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر خبرداری د نسل وژنې د ګواښ لحن لري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې دی خبرې اترې او ډیپلوماسي غوره ګڼي، خو په وینا يې چې په اوسنیو شرایطو کې نه.

ولسمشر روحاني ویلي دي چې اوسنی وضعیت د خبرو لپاره جوړ نه‌دی او زموږ انتخاب مقاومت کول دي.

د ایران ولسمشر ویلي دي چې نوموړی د تهران پر ضد د امریکا د اقتصادي جګړې پر وړاندې د مقابلې لپاره د جګړې د وخت تمدید شوی اجرائیوي واک غواړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

متحده ایالاتو په دې وروستیو کې په دې ویلو سره چې ګټې يې د ایران له ګواښ سره مخ دي، په فارس خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیات کړی دی.

خلیج ته‌يې د ابراهم لنکن په نوم الوتکې لېږدوونکې جنګي بېړۍ استولې او په قطر کې يې بي ۵۲ الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

ایران هم ګواښ کړی دی چې که امریکا پرې نور فشارونه راوړي، نو دا هېواد به د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پر مهمو برخو چې په لویه اندازه د یورانیمو غني کول هم په‌کې شامل دي، عمل کول ودروي.

XS
SM
MD
LG