د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۲

امریکايي چارواکي: موږ د خپلو هڅو په غښتلي کېدو سره د ایران د حملو مخه نیولې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان

امریکایي جګ‌پوړی چارواکي وایي، د ایران پر وړاندې د پوځي غښتلتیا په ګډون د نورو فشارونو له زیاتوالي یې هدف دا نه‌دی چې متحده ایالات له دې هېواد سره جګړه پیل کړي بلکې هدف د ایران د ممکنه ګواښونو مخنیوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان او د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ پرون د کانګرس غړیو ته وویل چې په وروستیو ورځو کې د ایران پر وړاندې د فشارونو له زیاتوالي یې هدف د ایران د احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

دغه لوړ پوړي چارواکي پرون د امریکا د کانګرس د سنا او استازیو جرګو په غونډو کې حاضر شول چې د ایران پر وړاندې د خپلو اقداماتو او په سیمه کې د امریکا ګټو ته د ایران د ګواښونو په اړه معلومات ورکړي.

پاتریک شاناهان له غونډې وروسته خبریالانو ته له دواړو جرګو سره خپلې غونډې ګټورې وبللې او ویې ویل چې د کانګرس غړیو ته یې د هغو استخباراتي معلوماتو په اړه چې د مې له درېیمې وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا ګټواو دېره امریکایي ځواکونو ته د ایران د ګواښونو په اړه ترلاسه کړي رڼا واچوله او هم یې په‌دې اړه چې دوی د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره څه ډول اقدامات کړي، معلومات ورکړل.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان

شاناهان وویل:

"موږ د خپلو هڅو په غښتلي کېدو سره د حملو مخه نیولې، پر امریکایي ځواکونو مو د حملو مخنیوی کړی. په اوس وخت کې زموږ ډېر تمرکز په‌دې دی چې د ایران د غلطې محاسبې مخه ونیسو."

هغه خبریالانو ته دغه راز وویل چې هدف یې له ایران سره جګړه نه‌ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خبریلانو ته وویل چې دواړو جرګو ته یې د هغه ستراتژیک کمپاین په اړه معلومات ورکړل چې هدف یې له ۴۰ کلونو راهیسې د ایران د ورانکاره فعالیتونه چې هغه ترورستي وبلل، په شا تمبول دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې له تېر کال راهیسې چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووت او پر تهران یې بېرته بندیزونه جاري کړل، ترینګلې شوې دي.

په‌دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لفظي جګړه تېزه شوې او ورسره د دې ویره زیاته شوې چې ښایي دواړه هېوادونه سره ونښلي.

په تېره بیا وروسته له هغې چې امریکا په منځني ختیځ او فارس خلیج کې پوځي حضور لا پیاوړی کړ او علت یې هم د ایران د احتمالي ګواښونو مخنیوی وباله.

تهران بیا د واشنګټن ادعاوې رد کړې او دواړو لورو دا هم ویلي چې جګړه نه غواړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په خپلو څرګنونو کې چې د ایران له یوه ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپریدې وویل چې ایران به له امریکا ونه بیریږي.

سپینه ماڼې به د ایران ملت مات نه کړي.

روحاني پر ایران د امریکا له‌خوا وروستیو لګول شويو بندیزونو ته په اشارې وویل چې د ورځې په پای کې به بریالیتوب د دوی وي.

له دې مخکې هغه وړمه ورځ د جګړې د وخت د اختیاراتو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه چې د ده په وینا له اقتصادي جګړې سره چې د دې هېواد پر ضد د امریکا له‌خوا پیل شوې مقابله وکړی شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دا هم ویلي چې له واشنګټن سره د کړکېچ د هواري لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ پلوی دی، خو په اوسنیو شرایطو کې نه.

ولسمشر ټرمپ بیا ویلي چې که تهران خبرو ته حاضر وي باید لومړی ګام پورته کړي، خو هغه په عین حال کې دا خبرداری هم ورکړ چې که ایران په منځني ختیځ کې د امریکا د ګټو پر ضد د هر ډول ګواښ هڅه وکړي نو به د امریکا له پیاوړي ځواک سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG