د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۱۲

ویسا ورځپاڼې له ښاغلي سعادت نه پوښتنه کړې چې تر کومه به مړي شماري؟


د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سعادت
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سعادت

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو او موضوعاتو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني د واک د مودې پای ته رسېدو ته په اشارې سره لیکلي دي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته به څه کېږي؟

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي،د جوزا له لومړۍ نېټې د ولسمشر غني کاري دوره ختمېږي او د نوماندانو شورا هم ګواښ کړی چې له ټاکلې مودې د ولسمشر د کاردوام غیر قانوني دی او باید واک وسپاري.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

له شک پرته چې ولسمشر به د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته هم کارته دوام ورکړي چې په وینا یې دا کار غیر قانوني دی او هېواد بحران ته وړي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې هم همدا مسئله راخېستې او لیکلي یې دي چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا د اساسي قانون په ۶۱ ماده ټینګار کړی او ویلي دي چې د دې مادې پر اساس د ولسمشر د واک موده پوره ده، خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې د کاندیدانو د شورا غوښتنه او وړاندې شوې طرحه هم د اساسې قانون سره په ټکر کې ده.

سرمقاله لیکونکي لیکي، په‌کار ده چې د دې مسئلې د حل لپاره داسې یوه منځنۍ حل‌لاره پیدا شي چې هم قانوني وي او هم عملي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې تر هر څه وړاندې باید ارګ ومني چې د ولسمشر د واک موده په جوزا کې پای ته رسېږي، خو دا چې انتخابات نه‌دي ترسره شوي او نوی ولسمشر نه‌لرو نو ښاغلی غني دې واک ته دوام ورکړي خو باید په تادیبې ډول يې واکونه او صلاحیتونه کم شي او په‌دې ډول دا ستونزه حل شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سعادت او د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې یو يې وايي، په اوونۍ کې پنځه سوه او په میاشت کې دوه زره طالبان وژني او بل يې وايي، ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستانه نه‌وي وتلي اوربند او بین‌الافغاني خبرې نه‌شي کېدای.

د سرمقالې لیکوال له ښاغلي سعادته پوښتنه کړې چې تر کومه به مړي شماري؟ ځکه په تېرو ۱۸ کلونو کې همدا کار وشو خو نتیجه يې ورنه‌کړه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې عباس ستانکزي تازه ویلي دي چې امریکایان له افغانستانه په زور باسي، خو د سرمقالې لیکوال لیکي ایا په کال کې د ۱۶ امریکایي پوځيانو وژل هغوی له افغانستانه وتلو ته اړ کولای شي؟

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د دې جګړې ستره قرباني افغان ولس ورکوي او د هرې ورځې په تېرېدو يې برخلیک نور هم له واکه وزي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي څوک چې په اوونۍ کې ۵۰۰ طالبان وژني او څوک چې له خپل ولس سره د خبرو او تفاهم لپاره د پردیو د پوځونو د وتلو شرط ږدي دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي.

  • سرخط

او سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې له پاکستانه وروسته اوس ایران هم کابل ته ګواښونه پیل کړي دي.

که څه هم په مطلب کې دا نه‌دي راغلي چې ایراني چارواکو دا خبره کله او چېرته کړې، خو لیکلي يې دي چې د هند او پاکستان په جګړه کې پاکستان افغانستان ګواښه او اوس د ایران او امریکا په موضوع کې ایران افغانستان ته ګواښ کړی چې که له امریکا سره يې اړیکې نورې هم ترینګلې شوي نو پر طالبانو به له خپل نفوذه کار واخلي او د سولې له پروسې به يې په شاه کېدو ته وهڅوي.

د مطلب لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې له ایرانه باید په‌دې تړاو وضاحت وغواړي او په سیمه کې د رامنځته کېدونکي کړکېچ په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د مطلب لیکونکي همدا شان له طالبانو هم غوښتنه کړې چې که د خپلواکۍ ادعا لري، نو د ایران د دغه څرګندونو په وړاندې دې خپل غبرګون وښايي.

XS
SM
MD
LG