د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

خلیل‌زاد: د سفر تمرکز به د افغان سولې د بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ پر زیاتولو وي


ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې، کابل د امریکا سفارت 2.4.2019
ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې، کابل د امریکا سفارت 2.4.2019

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد بیا افغانستان او قطر ته روان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، د اپرېل په ۲۲مه خبر ورکړ چې خلیل‌زاد به په‌دې رسمي دوره کې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او انګلستان ته ځي.

د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د خلیل‌زاد سفر د یکشنبې په ورځ پیل شوی او د مې میاشتې تر ۱۱مې به دا دوره بشپړه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به په کابل کې د افغانستان د دولت له غړو او نورو افغانانو سره بیا هم د سولې په اړه مشورې وکړي.

هغه به افغانان د بین‌الافغاني ډیالوګ پیلولو ته وهڅوي.

زلمي خلیل‌زاد هم پرون د اپرېل په ۲۲مه پر ټویټر ولیکل، په‌دې سفر کې به د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ پر زیاتولو تمرکز کوم او ټول افغانان به خبرو او مذاکرو ته وهڅوم.

خلیل‌زاد پرته له دې چې کومې ځانګړې مسئلې ته اشاره وکري، لیکلي، پر لار یو خنډ د سوکه کېدو دلیل نه‌شي کېدلای.

ټاکل شوې وه چې د تېرې شنبې په ورځ له کابله یو پلاوی په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره وګوري، خو دا غونډه وځنډېده.

خلیل‌زاد پر دې چې په دوحه کې بین‌الافغاني خبرې له پلان سره سم ونه‌شوې، خواشیني څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د دوشنبې په ورځ ویلي، خلیل‌زاد به په لندن، مسکو، اسلام‌اباد او نوې ډېلي کې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د نړیوال ملاتړ پر جوړولو کار وکړي.

هغه به همداراز د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو پر استازو فشار راولي چې مذاکرې پر مخ یوسي او په بین‌الافغاني خبرو کې ګډون ته تیار شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دقیقاً نه‌دي ویل شوي چې خلیل‌زاد به د طالبانو له سیاسي استازو سره دا وار پر کومو ځانګړو مواردو غږېږي؟

په بیان کې لیکل شوي، خلیل‌زاد به له طالبانو سره پر مذاکرو ټینګار وکړي، څو د ملي امنیت لپاره پر مهمو مسئلو اجماع را منځته شي.

خو د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، د طالبانو د سیاسي دفتر د غړي او ویاند سهیل شاهین په حواله وویل، د امریکا د پلاوي سره به د خبرو په نوي دور کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش بحث کوي.

شاهین فرانس پرس ته ویلي و چې د خبرو په تېر دور کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو موافقه شوې وه او پرېکړه شوې وه چې پر جزئیاتو یې نورې خبرې وشي، خو خلیل‌زاد په مکرر ډول ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور په درېیو نورو خبرو پورې چې د افغانستان له خاورې باید د ترورېزم ګواښ نه‌وي، بین‌الافغاني خبرې پیل شي او اوربند وشي تړلې ده.

خلیل‌زاد ازادي راډیو ته په مرکه کې ویلي و، څو چې پر ټولو مسئلو موافقه نه‌وي شوې، پر هېڅ مسئله موافقه نه‌شي کېدلای.

سیمې ته د خلیل‌زاد د سفر تر پیل یوه ورځ مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان د جمهور رئیس سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله، مایک پامپیو ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن به په افغانستان کې د دوامدارې سولې د هر اړخيزې موافقې ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG