د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

نړیوالو ورځپانو د افغانستان په اړه څه خپاره کړي؟


واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر خپرونې افغانستان ته د امریکا د کانګرس د غړو د وروستي سفر په اړه یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې په اوږدو کې د امریکا سلګونو سناتورانو او د کانګرس غړو افغانستان ته سفرونه کړي.

خپرونه وايي، د امریکا د کانګرس د غړو د دې سفرونو هدف دا و چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د خدمت درناوی وکړي، دغلته د امریکايي قوماندانانو څخه د افغانستان د وضعیت په اړه واوري او له افغان چارواکو سره په دې اړه چې په هېواد کې یې څه سم روان دي او څه سم نه دي، خبرې وکړي.

د واشنګټن ایګزامینر د دې لیکنې په یوه برخه کې د سناتور جک ریډ څرګندونې راخیستل شوي دي.

د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمېټې د غړي جک ریډ په مشرۍ د کانګرس یو هیئت تېره اوونۍ افغانستان ته سفر کړی و.

دوی په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره لیدنې وکړې.

دې هیئت په کابل کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو او په دې هېواد کې د سولې د هڅو ملاتړ په ډاګه کړ.

واشنګټن ایګزامینر وايي، سناتور جک ریډ کابل ته له سفر وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پایداره حضور د اړتیا په اړه خبریالانو ته څرګندونې کړي دي.

د دې امریکايي سناتور له قوله ویل شوي، ګومان نه کوي چې د امریکايي ځواکونو پرته به نور ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې بریالي و اوسي.

خپرونې د جک ریډ له خولې ویلي، د دې خطر شته چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه او یا القاعده شبکه یو ځل بیا پیاوړې او منسجمې شي.

خو واشنګټن ایګزامینر وايي، له لېږدېدونکې ترهګرۍ څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره واشنګټن اړتیا نه لري چې افغانستان کې زرګونه سرتېري وساتي.

د خپرونې په باور، که چېرې د نظامي ځواکونو حضور ستونزه هوارولی شوه، نو اوس باید کلونه مخکې د افغانستان کړکېچ هوار شوی وای.

اي – انټرنېشنل ریلیشنز انلاین:

د اي – انټرنېشنل ریلیشنز انلاین خپرونې د افغانستان د سولې په اړه یوه لیکنه خپره کړې او وايي، که څه هم په افغانستان کې د پسرلي په رارسېدو سره جګړه توده شوې، خو داسې ښکاري چې په دې هېواد کې به بالاخره یو داسې توافق وشي چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه بېرته هېواد ته ستانه شي.

خپرونه وايي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هیئت پر یو داسې جوړجاړي کار کوي چې له مخې یې په افغانستان کې کړکېچ تمام او ۱۴۰۰۰ امریکايي او د نورو هېوادونو سرتېري به کورنو ته ستانه شي.

خپرونه په افغانستان کې د تېرو ۱۷ کلونو جګړو په ترڅ کې بشري او مالي زیانونو ته په اشارې وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه ۲۳۷۲ امریکايي سرتېري وژل شوي، تر ۲۰ زرو زیات نور امریکایان په کې ټپیان شوي او خپله تر سلو زرو زیات افغانان هم په کې وژل شوي چې ډېر یې ملکیان وو.

خپرونه د جګړې د مالي لګښت په اړه وايي چې دې جګړې تر اوسه د امریکا مالیه ورکوونکو لپاره هر کال ۵۴ ملیارده ډالر لګښت لرلی دی.

خپرونه زیاتوي، که څه هم په افغانستان کې بالاخره ښايي یو توافق رامنځته شي، خو په وینا یې یو شمېر ستونزمنې او پېچلې مسئلې شته چې باید حل شي.

ورځپاڼه زیاتوي دا داسې ستونزې دي چې کېدای شي چې افغانستان په راتلونکو کلونو کې له ناارامۍ سره مخ کولای شي.

XS
SM
MD
LG