تمه ده چې په شااوخوا دوو اوونیو کې به په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړه شي.
د دې غونډې د چمتووالي لپاره د قطر د بهرنیو چارو د وزارت یوه پلاوي په کابل کې له یو شمېر حکومتي چارواکو او د حکومت له چوکاټه بهر سیاستوالو سره وکتل.
تر دې لیدنو کتنو وروسته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې خبریالانو ته د دوحې د ترسره کېدونکې غونډه په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"په قطر کې یوه انسټیټیوټ بلنه ورکړې چې د دې لپاره تېره ورځ د قطر د هېواد استازی راغلی و، مشورې یې کولې. دوی یو شمېر افغانانو ته بلنه ورکوي. پهدې برخه کې لا هر څه نهایي شوي نهدي. له دوی سره د هغو کسانو چې دعوت ورکوي، یو لېست شته. بعدي مسئله هر اړخیز مذاکرات دي چې په هغو کې به دولت هم وي او نور به هم وي، خو پهدې برخه کې لا زمان نهدی ټاکل شوی او نهایي موافقه هم لا نهده شوې."
په کابل کې د قطري پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په شخړو کې د منځګړیتوب د چارو ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني کوله.
دغه پلاوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر افغان سیاستوالو سره وکتل.
همداراز یې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء له غړو سره خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا جګپوړي غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل چې د سولې خبرې یوازې هغه وخت نتیجه ورکوي چې دواړه لوري، حکومت او طالبان پهکې وي.
ښاغلي وقاد زیاته کړه:
"د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره بینالافغاني مذاکرات لومړنی ضرورت دی، څو چې هغه جهتونه چې له یوه بل سره په تنازع کې دي، لکه دولت او طالبان، د دوی استازي په خپلو کې نهکېني، د ځینو سیاسي بنسټونو یا شخصیتونو اشتراک په جلساتو کې او طالبانو ته داسې تأثر ورکول چې موږ ستاسو په حق کې یو او دولت نهدی، دا د دې ملت غوښتنه نهده، دا سم تأثر نهدی. طالبانو ته موږ یوه خبره کوو چې د افغاني ټولنې غړي یاست حق لرئ چې سیاست وکړئ، حق لرئ چې په نظام کې واوسئ راځئ چې دا مسئلې د افغاني مذاکراتو له لارې پیل کړو او پای ته ورسوو."
په دوحه کې له طالبانو سره د راتلونکې غونډې لپاره د هڅو په لړ کې د القحطاني په مشرۍ قطري پلاوی پرون له کابله د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو، څو له ازبک چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه دا څرګنده نهده چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان کوم سیاستوال برخه اخلي، خو طالبان ټینګار کوي چې د ملي وحدت حکومت له استازو سره د سولې خبرې نهکوي.
ورته غونډه د طالبانو له استازو سره د فبرورۍ په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوه چې د افغانستان د حکومت استازو ته پهکې بلنه نهوه ورکړل شوې او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر افغان سیاستوالو ګډون پهکې کړی وو.