د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۴

بلخ کې د نوروز مراسم د ولسمشر غني په حضور کې په امنه فضا کې ترسره شول


بلخ کې د نوروز جشن

د ۱۳۹۸ نوي کال یا نوروز مراسم حضرت علي کرم‌الله وجهه ته په منسوب زیارت کې په مزارشریف ښار کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د کابینې وزیرانو او د بلخ محلي چارواکو په ګډون په امنه فضا کې ترسره شول.

په‌دې مراسمو کې ولسمشر غني په هېواد کې د تل‌پاتې سولې په راتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هڅه کوي هېواد کې دایمي سوله تأمین شي.

ولسمشرغني وويل چې له وینې سره مل سوله ورته د منلو نه‌ده.

هغه وویل:

"سوله هر افغان ته تراکسیجن مهمه ده خو موږ تل‌پاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي تر راشي."

ارشیف، ولسمشر غني
ارشیف، ولسمشر غني

​د هېواد ولسمشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د هېواد له امنیتي او ملکي ادارو وغوښتل، څو د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې مداخله ونه‌کړي او د شفافه ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه هواره کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د انتخاباتي کمېسیونونو خپلواکي او وروستیو تصمیمونو ته احترام لري، خو وروسته له دې به د انتخابات د نېټې ځنډول هغه ته د منلو وړ نه وي.

ولسمشر غني په‌دې اړه وویل:

"ټولو دفاعي، امنیتي او ملکي ادارو ته زما هدایت دا دی چې په انتخاباتو کې دې بې طرفه پاتې شي، نور په هېڅ ډول په انتخاباتو کې ځنډ به موږ ته د منلو نه‌وي."

په بلخ کې د نوروز جشن په مراسمو کې ګډون‌وال وايي چې دا جشن په ډېرو امنیتي تدابیرو سره په امنه فضا کې ترسره شو او دوی هیله لري چې ۱۳۹۸ کال افغانستان لپاره د سولې، امنیت او سوکالۍ کال وي.

په مزارشریف کې د نوروز جشن دوه ګډون وال یې په اړه وايي:

"زما نوم علی دی، د نوروز مراسم په مزارشریف کې په امنه فضا کې ترسره شول، د سولې په اړه د ولسمشر خبرې ډېرې مهمې وې، هیله مو دا ده چې ژر وطن ته سوله راشي.

-زما نوم علي سینا دی، هیله لرو چې نوی کال د سولې، امنیت او خپلواکۍ کال وي، هر افغان په هوساینه کې ژوند وکړي، موږ هیله لرو چې هېواد ته مو دایمي سوله راشي."

په مزارشریف کې د نوروز جشن د لمانځنې لپاره له یوې اوونۍ را په‌دېخوا کلک امنیتي تدابیر پلان شوي وو، وروسته له هغې چې د بلخ د نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د معرفي کېدو پر سر د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پلویانو او د ځانګړو پولیسو د ۸۸۸ امې قطعې ترمنځ وسله‌واله نښته وشوه، د نوروز د امنیتي چارو مسؤلیت ملي اردو ته وسپارل شو.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‌زی- بلخ

XS
SM
MD
LG