د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ویسا: بې پته جګړه، اخر تر کومه؟


ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون ظاهراً عادي ورځ وه، د معارف زنګونه وکړنګېدل او د سړو سیمو نوی تعلیمي کال پیل شو.

خو د سر مقاله لیکونکي په خبره، همدغه عادي او نورماله ورځ مو بیا هم عادي نه وه.

په رسنیو کې څو خبرونه یو په بل پسې خپاره او تکرار شول.

په هلمند کې د بزګر د جشن په مراسمو کې بمونه والوتل چې تر دېرشو ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، په کندهار کې د ارزګان پخوانی وکیل عبیدالله بارکزی د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو او دغه شان د کندهار په حق العبور سیمه کې ړندې بمبارۍ د ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل.

ورځپاڼه لیکي، د افغانانو دغه عادي ورځ وه چې د لعنتي جګړې په اور کې یې تر اویاوو زیات هېوادوال په وینو ولمبول او ټینګار یې کړی چې بې پته جګړه اخر تر کومه؟

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبانو د هلمند د پېښې مسؤلیت ومانه.

په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو هدف په دغه حمله کې چارواکي وو، خو د خلکو په یوه غونډه حمله هېڅ ډول عقلاني توجیع نه لري.

ورځپاڼه لیکي چې د نړیوالو قوانینو او ارزښتونو له مخې، په غیر نظامیانو حمله یو جنګي جنایت دی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، په دغه محفل حمله دا ښيي چې طالبان لا هم د نړیوالې سولې په وړاندې یو ګواښ دی.

نړیواله سوله هغه مهال خوندي پاتې کېږي چې ټولې سیاسي او نظامي مجموعې او دولتونه نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته درناوی وکړي او که څوک دا کار ونه کړي، په حقیقت کې یې د نړیوالې سولې په وړاندې اقدام کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، نړیواله ټولنه او لوی قدرتونه باید ځواب ووايي چې څنګه کولای شي چې له داسې ډلې سره سوله وکړي چې د یو مشروع دولت د ملکي کارکوونکو وژل روا ګڼي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي چې د افغانستان د انتخاباتو څارونکي بنسټونه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځنډ د اعلان په غبرګون وايي چې باید د حکومت د لاسوهنې د مخنیوي په برخه کې یو میکانیزم جوړ شي.

په مطلب کې راغلي، دا دوهم ځل دی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه بدلېږي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې دې کار د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو اندېښنې هم راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG