د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

سولې شورا: د خلیل‌زاد تازه سفر د سولې په اړه د پراخې اجماع رامنځته کولو کې ګټور دی


د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د تازه سفر پیل د دغه هېواد د سولې په برخه کې د یوې پراخې اجماع د رامنځته کولو په برخه کې ګټور ګڼي.

د دغې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، د افغانستان د سولې له پروسې سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ یوه جدي اړتیا ده او باید ورته پاملرنه وشي.

ښاغلي دین محمد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل چې یوې پایښتې سولې ته د افغانستان رسېدل د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمه‌ییزې اجماع په برخه کې د ښاغلي خلیل‌زاد سفرونه ګټور ګڼو، ځکه که د سیمې هېوادونه په جریان کې وي او همکاري وکړي، سوله به پایښته وي، له دې پرته ممکن دغه بهیر له ستونزو سره مخ شي، نو ځکه د سیمې د لویو هېوادونو او ګاونډیانو اعتماد خپلول یوه ضروري موضوع ده."

د افغانستان د سولې عالي شورا لوګو
د افغانستان د سولې عالي شورا لوګو

​د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ اوو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به په خپلو دغه سفرونو کې چې د اپرېل میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام پیدا کړي، بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې د روانو هڅو په لړ کې ښاغلی خلیل‌زاد هڅه کوي چې ټول اړخونه په‌دې پروسه کې ښکېل کړي او د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه‌شان ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد به په‌دې سفر کې له افغان حکومت سره، د سولې د یو هر اړخیز مرکچي ټیم د جوړولو او د بین‌‌الافغاني بحثونو او خبرو اترو په راتلونکو ګامونو هم بحث وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي د سولې په اړه د ښاغلي خلیل‌زاد وروستۍ هڅې ستايي، خو وايي چې تر دې دمه په‌دې اړه یوه لازمه اجماع نه‌ده رامنځته شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي

ښاغلي کاظمي زیاته کړه:

"موږ همدا هیله لرله چې ښاغلی خلیل‌زاد، افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات به وتوانېږي چې د افغانستان د سولې په اړه د نظر یووالی رامنځته کړي، زه هیله‌مند یم چې د افغانستان د سولې په برخه کې دا ځل په شفاف او ګټور ډول وضاحت او یو مهالوېش تعریف کړي، څو د دغه هېواد خلک تر دې زیات منتظر پاتې نه‌شي."

امریکايي پلاوي او طالب استازو په تېرو څو میاشتو کې د سولې په اړه پنځه ځلې مخامخ خبرې کړي او ټاکل شوې چې د دغه خبرو شپږم پړاو هم ژر ترسره شي.

طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی، خو افغان حکومت او د ملي شورا غړي ټینګار کوي چې د افغان د استازو له حضور پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات به نتیجه ورنه‌کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG