د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

هندي او پاکستاني پوځیانو بیا جګړه کړې


ارشیف/ د هند سرحدي ځواکونه
ارشیف/ د هند سرحدي ځواکونه

د دې سربېره چې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو په خاطر ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، هندي او پاکستاني پوځیانو په کشمیر کې یو ځل بیا پر یوه بل ډزې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون دغو ډیپلوماتیکو هڅو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل:

"د ډیپلوماسي شخصي هڅې روانې دي، متحده ایالاتو ډېر مهم نقش لوبولی، همداراز نورو هېوادونو، اجازه راکړئ د چین نوم واخلم، روسیې ته اشاره وکړم، سعودي عربستان ته، نورو دوستانو ته لکه ترکیه، اردن، متحده عربي امارات چې د ډیپلوماسۍ له لارې یې هڅې کړې دي چې حالات ښه شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

اسوشیټېډ پرس اژانس خبر ورکوي چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ځواکونو پرون چهارشنبه یو بل تورن کړل چې لومړی ډزې یې په درنو او سپکو وسلو پیل کړې دي.

تر اوسه د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړې وروسته تر دې زیاتې شوې چې د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.

هند تور پورې کړی چې په‌دې برید کې پاکستان لاس لري، خو پاکستان دا تور رد کړی دی او په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې هند د جیش محمد ډلې د یو شمېر مشکوکو کسانو نومونه ورسپارلي دي او ده د دې ډلې د ۴۴ تنو د نیولو خبر ورکړ چې په‌دې کسانو کې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر ورور مفتي عبدالرؤف هم شامل دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم سلیمان خان په همدې ورځ خبري غونډې ته وویل، که ډېر شواهد وروسپارل شي اسلام‌اباد به نورې هڅې هم وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم سلیمان خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم سلیمان خان

د فبرورۍ د ۱۴مې نېټې له برید وروسته هندي الوتکو د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یو شمېر سیمې بمبار کړې او پاکستان دوه هندي الوتکې وویشتې چې د یوې پيلوټ‌یې هم اسیر کړ او بیا یې هغه د ښه نیت په دود بېرته هند ته وسپاره.

په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ وروسته تر دې بیا ډزې تبادله شوې دي چې د دغو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورتي خدمات، د رېل او بسونو بیا تګ راتګ پيل کړی دی.

په اټمي وسلو د دغو دوو سمبالو هېوادونو ترمنځ وروستی کړکېچ له ۱۹۹۹ میلادي کال راوروسته تر ټولو سخت کړکېچ بلل شوی.

په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر ته پلي ځواکونه استولي وو.

XS
SM
MD
LG