د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

د پاکستان حکومت نیولی هندی پیلوټ بېرته هند ته ستون کړ


هندی پیلوت ابي نندن ورتمان
هندی پیلوت ابي نندن ورتمان

د پاکستان حکومت هندی پیلوت، ابي نندن ورتمان بېرته هند ته ستون کړ.

ابي نندن ورتمان پرون د مارچ په لومړۍ نېټه د شپې په پوره نهو بجو په واګه کې د پاکستان له خاورې پر پوله هند ته ور واوښت.

د هند په خاوره کې سلګونه کسان د هغه هرکلي ته را غونډ شوي وو، د هند بیرغونه یې رپول او د وطن له مینې ډک شعارونه یې ورکول.

د هند او پاکستان ټلویزیونونو له واګه چې پر ګد سرحد پرته ده، مستقیمې خپرونې کولې.

د قوماندان ابي نند مېګ ۲۱ جنګي جټ الوتکه د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان هوايي ځواکونو وویشته او هغه د پاکستان په خاوره کې ونیول شو.

په هغه وېډیو کې چې د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ خپره کړه، قوماندان ابي نندن د خپلې الوتکې د سقوط پېښه داسې توضیح کړه:

"زه په هدف پسې ګرځېدم، ستاسو [پاکستان] هوايي ځواکونو زما الوتکه وویشته، زه مجبور شوم چې له الوتکې ځان وغورځوم، زما پراشوټ خلاص شو او زه را وغورځېدم، له ماسره توفنګچه وه، زما شااوخوا ته ډېر خلک را ټول شوي وو، ما د تېښتې هڅه وکړه، توفنګچه مې وغورځوله، خو خلک په ماپسې وو او په ډېر جوش کې یې زه تعقیبولم، هغه وخت د پاکستان د پوځ دوه افسران را ورسېدل او زه یې له هغه ځایه وژغورلم."

دا پېښه د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ لپاره ډېره خطرناکه بلل شوې وه.

نړیوالو قدرتونو په مکرر ډول پر دواړو خواوو غږ کاوه چې له زغمه کار واخلي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې قوماندان ابي نندن به د سولې د نیت څرګندولو لپاره خوشې کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د جمعې په ورځ د پاکستان ټلویزیونونو د قوماندان ابي نندن مرکې خپرې کړې چې په هغه کې د پاکستان له پوځه مننه کوي او وايي چې مسلکي چلند یې ورسره کړی دی.

د کلوات سنګ په نوم یوه وګړي روېټرز خبري اژانس ته ویلي:

“زه له پاکستانه مننه کوم چې زموږ پېلوټ یې را خوشې کړ، جګړه هېڅ کله ښه نه ده."

د هند رسنۍ وايي چې قوماندان ابي نندن به مخکې تر دې چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، د صحي معایناتو لپاره په ځانګړي پوځي روغتون کې وي.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې چې لوی هند وویشل شو او پاکستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو، درې وارې سختې جګړې کړې دي.

هغوی دوه وارې د کشمير پر سر جنګېدلي دي.

د فبرورۍ په څوارلسمه د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې انتحاري حمله وشوه چې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر په کې ووژل شول.

د حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم وسله والې افراطي ډلې واخیست.

دې پېښې په نړیواله کچه د هند او پاکستان ترمنځ د وسله وال بحران د پېښېدو اندېښنې زیاتې کړي.

په کشمیر کې هندي ځواکونه
په کشمیر کې هندي ځواکونه

د جمعې په ورځ هم په کشمير کې د کنټرول کرښې ته نږدې د ډزو اوازونه اروېدل شوي دی.

دواړو هېوادونو د کړکېچ له پیل سره خپل هوايي حریمونه د نړیوالو پروازونو لپاره وتړل.

خو پاکستان د جمعې په ورځ یو شمېر هوايي ډګرونه بیا پرانیستل.

د هند او پاکستان روابط په بحراني حالت کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ وویل چې په ابوظبي کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته د دې لپاره نه ورځي چې هند ور بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG