د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د کشمیر ډېری اوسېدونکو د جګړې له وحشته خپل کلي او کورونه پريیښي


د کشمیر اوسېدونکي
د کشمیر اوسېدونکي

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شنبې په ورځ په کشمیر کې د کنټرول کرښې (LoC) ته نږدې ډزې روانې وې.

د کرښې شااوخوا ته ډېرو پرتو کشمیریانو د جګړې له وحشته خپل کلي او کورونه پريیښي دي.

د کنټرول کرښه د کشمیر سیمه د هند او پاکستان ترمنځ وېشلې ده.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د شنبې په ورځ نښتو د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمير کې د چکوتهي د کلي خلکو ته ډېر زیان رسولی دی.

پاکستاني ځواکونه
پاکستاني ځواکونه

د دې کلي یوه اوسېدونکي روېټرز ته ویلي:

"د شپې په درېیو بجو ډزې پیل شوې، کوچنیانو مې په چېغو پیل وکړ، ټول په زېرخانه کې پټ شو، سخت حالت و."

اسلام اباد او نوي ډيلي پر مقابل لوري د ډزو د پیل پړه اچولې ده.

د پاکستان پوځ ویلي، د مارچ په دوهمه نېټه یې دوه عسکر د هندي لوري په ډزو کې ووژل شول.

تر دې وړاندې د هند پوځ ادعا وکړه چې پاکستاني پوځیانو د جمعې په شپه د کنټرول کرښې ته نږدې سیمې په راکټ ویشتي چې یوه ښځه او دوه ماشومان په کې وژل شوي دي.

هندي لوري ویلي چې یوه څلرويشت کلنه ښځه د هغې پنځه کلن زوی او نهه میاشتنۍ لور د کرشنا ګاټي په نوم سیمه کې وژل شوي دي.

د هند پوځ ویلي چې ځوابیه ډزې یې کړي دي.

هند او پاکستان دواړه د سیمې اټمي قدرتونه دي.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ یو هندی پیلوټ چې الوتکه یې د پاکستان ځواکونو ویشتې وه او هغه یې اسیر کړی و، هند ته د سولې د نیت د څرګندولو لپاره خوشې کړ.

د هند حکومت هم د مارچ په دوهمه نېټه د شاکر الله په نوم د یوه پاکستاني زنداني مړی پاکستان ته ورکړ.

د فبرورۍ په څوارلسمه د هندي کشمير په پلواما سیمه کې انتحاري حمله وشوه چې لسګونه هندي عسکر په کې مړه او تپیان شول.

د هند په پلواما سیمه کې پر هندي سرتېرو د برید یو انځور
د هند په پلواما سیمه کې پر هندي سرتېرو د برید یو انځور

د حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم وسله والې ډلې واخیست.

د رپوټونو په حواله، د فبرورۍ په شلمه یو شمېر قهرجنو زندانیانو په پلواما کې د حملې د غچ اخیستلو لپاره د شاکر الله په نوم دا پاکستانی زنداني وهلی او وژلی و.

د شاکرالله جرم نه دی څرګند شوی.

د هند او پاکستان د لانجې د زیاتېدو له امله د نړۍ ستر قدرتونه اندېښنه څرګندوي.

د امریکا متحدو ایالاتو، اروپايي اتحادیې او چین له نوي ډيلي او اسلام اباده غوښتنه کړې چې له زغمه کار واخلي.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له بریتانیې تر ازادۍ وروسته، درې وارې سره جنګېدلي دي چې د هغوی دوه جګړې د کشمیر پر وېش وې.

XS
SM
MD
LG