د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۸

امریکا: په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی

په دوحه کې د سولې په اړه ناسته
په دوحه کې د سولې په اړه ناسته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د دغه وزارت ویاند رابرټ پلادینو د مارچ په شپږمه، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره باید لا هم کار وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د یوه پلاوي په مشرۍ د طالبانو له استازو سره په خبرو لګیا دی.

خلیل‌زاد پرون پر ټویټر ولیکل چې په دوحه کې یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

خلیل‌زاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د ګډون هرکلی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په ایوا ایالت کې یوې غونډې ته وویل چې په دوحه کې د خلیل‌زاد په مشرۍ روانې خبرې ډېرې پېچلې دي.

مایک پامپیو وویل، هیله لري چې په‌دې خبرو کې دومره پرمختګ وشي چې د لا پرمختیا لپاره‌یې دوحې ته سفر وکړي.

د امریکا حکومت وايي، له طالبانو سره په خبرو کې په داسې مواردو پسې ګرځي چې موافقه ورباندې کېدلای شي، څو له هغه ځایه لوی پرمختګ ته لار جوړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

مایک پامپیو وویل:

"که سیمه‌ییز لوبغاړي لکه چین، روسیه، هند او پاکستان چې په افغانستان کې یې ګټې دي، ورسره حساب کړئ، دا خبرې فوق‌العاده پېچلې دي."

د واشنګټن په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکی مایکل کوګلمن وايي، سیمه‌یيز چاپېریال د افغانستان د سولې لپاره ډېر مهم دی.

د کوګلمن په وینا، سیمه‌یېز قدرتونه په ابتدايي ډول غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او ثبات ټینګ شي، خو هغوی مختلفې مسئلې لري چې په افغانستان کې د سولې امکان له خطر سره مخامخ کولای شي.

مایکل کوګلمن زیاته کړه:

"واضح ده، دلته مختلف هېوادونه دي چې د مختلفو ګټو لپاره کار کوي او په هغوی کې ډېر چې له افغانستان سره پوله لري، د امریکا سره ښه نه‌دي."

مثلاً، کوګلمن وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کړې ده.

په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکی، مایکل کوګلمن
په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکی، مایکل کوګلمن

مایکل کوګلمن وايي:

"سمه ده، پاکستان مرسته کړې چې د طالبانو مهم مشران‌یې له امریکايي پلاوي سره خبرو ته حاضر کړل، خو د دې لوبې د پای په اړه د اسلام‌اباد نظر له امریکا سره متفاوت دی او نور هېوادونه هم داسې وګڼئ."

په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په روانو مذاکرو کې د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

ملا برادر اخوند په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې، «ای اېس. ای» ونیو او اته کاله‌یې په بند کې تېر کړل.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې وویل چې ملا برادر یې د امریکا په غوښتنه خوشې کړی دی،خو راپورونه وايي چې هغه بیا هم په خپل کور کې نظر بند و.

د فبرورۍ په میاشت کې دا خبر خپور شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره دا وار په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي، خو وروسته د طالبانو ویاند رد کړه چې برادر دوحې ته ځي.

ملا برادر داسې لوبغاړی دی چې ښايي وضعیت بدل کړي.

طالبانو پر خپلو مشرانو د سفر د بندیز او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تور لېست خبره رامخکې کړه.

یو شمېر سیاسي څارونکي په‌دې نظر و چې اصلاً، د پاکستان حکومت پر دې خبرو د خپل کنټرول څرګندولو لپاره ملا برادر ته اجازه نه‌وه ورکړې چې دوحې ته ولاړ شي.

په واشنګټن کې د افغانستان د چارو څارونکی او د «طالبانو له لید لوري» په نوم د کتاب لیکوال، ډاکتر توماس جانسن ازادي راډیو ته وویل، دا چې ملا برادر په‌دې خبرو کې د ګډون لپاره تیار شوی، یو مهم او مثبت پرمختګ دی.

ډاکتر جانسن وویل:

"«ملا برادر» د سولې غوښتونکی و، له ۲۰۱۰ میلادي کاله چې په کراچۍ کې «ای. اېس. ای» او «سي. ای. اې» ونیو، خو پاکستان دا نه‌ښودله چې څرنګه هغه د سولې کوښښ کوي، هغه د پوپلزو او په ځانګړي ډول د کرزي له کړۍ سره نږدې و، هغه اته کاله په زندان کې تېر کړل. ملا برادر داسې لوبغاړی دی چې ښايي وضعیت بدل کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي پخواني چارواکي، لورل مېرل د مارچ په څلورمه روېټرز خبري اژانس ته وویل، فکر نه‌کوي چې پاکستان به افغانستان کې سوله ټینګه کړي، خو د دې توان لري چې هلته سوله ناممکنه کړي.

د یو شمېر څارونکو په باور، پاکستان دا راسته او چپه اتڼ د دې لپاره کوي چې د افغانستان له مسئلې د هند سره په خپل رقابت کې د امریکا له متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې امتیاز واخلي.

د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې انتحاري حمله وشوه چې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر په‌کې ووژل او نور ډېر زخمیان شوو.

د کشمیر حمله
د کشمیر حمله

د حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم افراطي ډلې واخیست.

دې یو وار بیا د هند او پاکستان د زړې دښمنۍ اور تازه کړ.

د هند پوځ تر څو لسیزو وروسته، یو وار بیا په پاکستان کې بمبارد وکړ.

د روېټرز خبري اژانس د مارچ په څلورمه د دوو امریکايي چارواکو چې نومونه‌یې پټ ساتل شوي، په حواله وویل چې پاکستان تر دې حملې وروسته، له امریکا سره په خصوصي خبرو کې مکرراً ګواښ کوي چې که واشنګټن د هند تله درنه کړه، په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره هڅې به متأثرې شي.

د واشنګټن په وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څېړونکي مایکل کوګلمن وویل، پاکستان د خپلو ګټو پر لور لار تعقیبوي.

کوګلمن دا هم د جدي اندېښنې وړ خبره وبلله چې روسیه د افغانستان د ولسمشر لوی سیاسي مخالفان او د طالبانو استازي سره مخامخ کوي او تر یوه چت لاندې یې بحث ته کېنوي.

د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مارچ په دوهمه ویلي، په افغانستان کې د بحران د حل یوازنۍ لار دا ده چې د مصنوعي رقابتونو پر ځای، د بحران د حل لپاره هڅې همږغې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

لاوروف د مارچ په دوهمه وویل، روسیه، امریکا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره مرسته وکړي.

خو ډاکتر توماس جانس وايي چې د کابل او واشنګټن په نظر کې د وضاحت نشتوالی د هغه د مأیوسۍ یو اساسي دلیل دی.

ډاکتر جانسن وویل، د سولې لپاره په هڅو کې اساسي اړخونه دې چې د افغانستان حکومت، امریکا او طالبان دي متناقض باور نه‌څرګندوي او که داسې وي د سولې هڅو ته خنډ پېښولای شي.

هغه وویل، دا خپله یو تناقض دی چې د ولسمشر غني په فکر د سولې کیلي په افغانستان کې ده.

په انتخاباتو کې د هغه مرستیال، امرالله صالح وايي چې د سولې کیلي په راولپنډۍ کې ده، زلمی خلیل‌زاد فکر کوي چې له طالبانو سره او طالبان فکر کوي چې له امریکا سره ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG