د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د «صدای مردم» ګروپ: طالبان داسې غوښتنې لري چې خلکو ته هېڅ د منلو نه‌دي


د مسکو غونډه
د مسکو غونډه

د "صدای مردم" په نوم پارلماني ګروپ وايي، سوله باید داسې راشي چې هېڅ خوا تاوان ونه‌کړي او ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

د دغه ګروپ ویاندې جنرال نظیفې ذکي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، طالبان داسې غوښتنې لري چې په هېڅ ډول خلکو ته د منلو نه‌دي.

نوموړې وویل:


"دوی «طالبان» داسې غوښتنې لري چې د افغانستان د خلکو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې او زحمتونه بېرته صفر کېږي او له سره باید هر څه پیل شي، چې دا خلک نه‌مني، یو شمېر خو دلته نه‌وو، هر خوا ولاړل او چې هېواد ارامه شو راغلل او اوس د وطن پالنې خبرې کوي، خو هغه کسان چې په دې هېواد کې وو، اصلي متضررین دوی دي او باید د دې خلکو په مذاکراتو کې د دوی نظرونه په پام کې ونیول شي."

د صدای مردم په نوم پارلماني ګروپ ویانده جنرال نظیفه ذکي
د صدای مردم په نوم پارلماني ګروپ ویانده جنرال نظیفه ذکي

اغلې ذکي که څه هم په مشخص ډول دغه غوښتنې بیان نه‌کړې، خو ټینګار یې وکړ چې افغان ښځې باید بیا له خپلو ټولو حقه حقونو بې‌برخې او په دُرو ونه‌وهل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه یو شمېر سیاسي مشرانو په مسکو کې له طالب استازو سره کتلي او په‌دغه غونډه کې تر ډېره د جګړې د ختمېدو او سولې ته د رسېدو لپاره غوښتنې مطرح شوي او بحثونه پرې شوي چې دواړو خواوو هیله بخښونکې بللې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون رئیسه فوزه کوفي هم دغې غونډې ته ورغلې وه، خو اغلې کوفي ازادي راډیو ته ویلي چې د مسکو په غونډه کې د ښځو په اړه د طالبانو په ١٣‌ ماده‌ييز بيان کې په راتلونکي احتمالي حکومت کې چې طالبان به هم په‌کې رول لري، د ښځو د موقف په اړه مثبت ټکي راغلي دي.

خو نوموړې دا هم وايي چې د دغو بيانونو برخلاف وسله‌والو طالبانو دا مهال تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي.

په روسیه کې له افغان سیاسیونو سره د طالب استازو په غونډه کې طالبانو د اسلام دین په رڼا کې ښځو ته د تعلیم او کار کولو حق خوندي وباله.

طالب استازی شیر محمد عباس ستانکزی په‌دغه غونده کې له تور لېسته د طالبانو د نومونو د لیرې کولو او د دوی د بندیانو د خوشې کولو غوښتونکی شو.

نوموړي وویل چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي او د دغه هېواد اساسي قانون چې په خبره‌یې د سولې په وړاندې لوی خنډ دی، له لوېدیځ کاپي شوی او د تور یرغل لاندې په افغان ملت تحمیل شوی هم باید تعدیل شي.

په مسکو کې له طالب استازو سره د افغان سیاسیونو غونډه
په مسکو کې له طالب استازو سره د افغان سیاسیونو غونډه

خو اغلې ذکي وايي، طالبانو دا غوښتنې له داسې کسانو سره مطرح کړي چې هېڅ اجرائیه مسؤلیت نه‌لري.

نوموړې د سولې د هڅو د بري په هدف د سولې په ټولو خبرو کې د افغان حکومت د استازو حضور حتمي بولي.

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هم وايي چې د سولې په خبرو کې باید د عامو خلکو نطرونو ته هم مراجعه وشي.

دوی زیاتوي:

"زما نوم میوند دی، د افغانستان د خلکو نظر ډېر مهم دی او دا ۱۸ کاله چې کومې لاسته راوړنې موږ لرو دا باید له پامه ونه‌غورځول شي."

"نوم مې فواد احمد دی، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې موږ د افغانستان غریب او بې‌چاره خلک ټول سولې ته ضرورت لرو، د ټولو خلکو نظر دا دی چې سوله دې وشي، ټول د سولې تږي دي."

مخکې تر دې هم د خلکو له‌خوا داسې شکایتونه موجود وو چې د سولې په تړاو خبرې، ستونزې او پرمختګونه له دوی پټ ساتل کېږي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG