د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو د غونډې پایلې او پرېکړې!


د مسکو غونډه
د مسکو غونډه

په مسکو کې د افغانانو ترمنځ د سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته د چهارشنبې په ماښام د یوې نهه ماده‌ییزې پرېکړې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په‌دې غونډه کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په شمول د افغان حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاسي څېرو ګډون کړی وو.

د طالبانو له‌خوا په غونډه کې د یو ۱۰ کسیز پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزي کوله.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د مسکو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، دا خبرې ډېرې قناعت بخښونکې وې.

د نوموړي په وینا په غونډه کې مهم بحث دا و چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي او زیاته‌یې کړه چې په‌دې خبره د غونډې ډېر ګډون‌وال موافق وو.

شیر محمد عباس ستانکزي چې په‌دې غونډه کې یې د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي مشري کوله ویلي چې د افغان سیاستوالو سره دا دوه ورځنۍ خبرې «ډېرې بریالۍ» وې.

ارشیف، د طالبانو له‌خوا په غونډه کې د یو ۱۰ کسیز پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزي کوله.
ارشیف، د طالبانو له‌خوا په غونډه کې د یو ۱۰ کسیز پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزي کوله.

نوموړي ویلي چې په ډېرو ټکو سره سلا شوي او هیله‌یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به نور هم مخکې ولاړ شي او یو حل ته ورسېږي.

ښاغلي ستانکزي له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال‌وېش لا توافق نه‌دی شوی او په‌دې برخه کې مذاکرات دوام لري.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکايي لوري سره په خبرو کې د دوی ټینګار دا دی چې د دې هېواد ځواکونه دې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

د دې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډون‌والو یو شریک پرېکړه‌لیک هم خپور کړ.

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په رسمي پاڼه هغه وېډیو خپره شوې چې په‌کې د غونډې یو تنظیموونکی سیف‌الله لاروی د کنفرانس د ګډونوالو په وړاندې شریک پرېکړه‌لیک لولي.

په پرېکړه‌لیک کې ټینګار شوی دی چې د طالب مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي او په دوحه کې یې په رسمي توګه د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل د سولې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره یوه اړتیا بللې ده.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د مسکو په غونډه کې
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د مسکو په غونډه کې

د ټولو خواوو ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره په لومړي ګام کې د یو شمېر بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.

همدارنګه سولې ته د رسېدو لپاره پر همه شمولو بین‌الافغاني مذکرات هم ټینګار شوی دی.

د کنفرانس ګډون‌کوونکو په دوحه کې د روانو خبرو ملاتړ څرګند کړی او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره‌یې بین‌الافغاني ناستې د هغې ممدې ګڼلې دي.

پرېکړه‌لیک وايي چې د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې توافق لري چې په نږدې ممکن وخت کې د بین‌الافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمېنه، دوحه کې جوړه شي.

دا پرېکړه‌لیک چې د غونډې د یو تنظیموونکي سیف‌الله لاروي له‌خوا لوستل کېده په یوه برخه کې یې وویل:

"د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادي بنسټونو، دفاعي او نورو ملي نهادونو چې د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولې د توافق څخه وروسته په اړینې اصلاح، خوندیتوب او غښتلتیا ټینکار کوي."

د مسکو د غونډې پرېکړه‌لیک د سولې د توافق وروسته د افغانستان د ثبات لپاره د سیمه‌ییزو او سترو نړیوالو هېوادونو همکاري او ملاتړ ضروري بللی دی.

په پرېکړه‌لیک کې همدارنګه د نظام په ټولو چارو کې د اسلام د اساساتو پر پیروۍ، د افغانستان د ټولو قومونو د بشپړ عادلانه مشارکت پر بنسټ د قوي او مرکزي اسلامي حکومت پر خوندیتوب، په سیمه‌ییزو او نړیوالو منازعاتو کې د افغانستان پر بې‌طرفۍ او د دیني او ملي ارزښتونو په ساتلو سره د پرمختللې نړۍ له معیارونو سره د پالېسیو پر همغږي کولو ټینګار شوی دی.

د کنفرانس د مشترکې اعلامیې په یو برخه کې د اسلامي ارزښتونو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقونو ډاډ هم ورکړل شوی دی او د اسلامي اصولو سره سم د افغان وګړو پر سیاسي او اساسي حقونو او د بیان پر ازادۍ هم ټینګار شوی.

د مسکو کنفرانس مشترکه اعلامیه کې د افغانستان د بیا رغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو د هڅونې او جذب غوښتنه هم شوې ده.

  • د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د مسکو په غونډه کې برخه نه‌درلوده او د دې غونډې پر نتایجو یې لا دمخه بې‌باوري څرګنده کړې ده.

که څه هم تر اوسه پورې حکومتي چارواکو د مسکو د غونډې وروسته پر خپاره شوي پرېکړه‌لیک مشخصه تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د طلوع نیوز له‌خوا په یوه جوړ شوي ټلوېزوني بحث کې ظاهراً پر هغو افغان سیاستوالو انتقاد وکړ چې د افغان حکومت د استازو له ګډ‌ون پرته له طالبانو سره خبرو ته ناست دي.

ښاغلي غني په‌دې بحث کې وویل چې د مسکو په غونډه کې راټول شوي کسان اجرائیوي واک نه‌لري.

د ولسمشر غني په وینا، څو چې د افغانستان دولت، د افغانستان ملي شورا او د افغانستان قانوني بنسټونه د دې هېواد د راتلونکې سولې په اړه پرېکړو کې برخه ونه‌لري، یوازې به د کاغذ پر مخ پاتې وي.

XS
SM
MD
LG