د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

کوفي: د ښځو په اړه د طالبانو نظريات بدل شوي


مېرمن فوزیه کوفي
مېرمن فوزیه کوفي

فوزيه کوفي وايي، د افغانستان د سولې په هر ډول مذاکرو کې بايد دولت، حکومت او نور بنسټونه واحد دريځ ولري.

د هغې په خبره، ټولو د اوسني نظام لپاره قرباني ورکړې او څوک د مسکو په غونډه کې د تخريب لپاره نه دي تللي.

مېرمن کوفي چې د مسکو په غونډه کې له محدود شمېر ښځينه ګډونوالو ده، وايي چې له سې شنبې راهيسې په بحثونو کې د طالبانو نظريات بدل ښکارېدل.

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د مسکو په غونډه کې د ښځو په اړه د طالبانو په ١٣ ماده‌يي بيان کې په راتلونکي احتمالي حکومت کې چې طالبان به هم په کې نقش لري، د ښځو د موقف په اړه مثبت ټکي راغلي دي.

د مسکو د ناستې یو انځور
د مسکو د ناستې یو انځور

خو فوزيه کوفي وايي، د دغو بيانونو برخلاف وسله والو طالبانو دا مهال تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي.

دې وویل:

"ښځې کولاى شي چې د وزيرانو او صدراعظم په سطحه هم کار وکړي، کولاى شي چې زده کړې وکړي، خو د دولت رئيس کېدلاى نه شي، دا ښې خبرې دي، خو کله چې تاسې افغانستان ته ځئ او ګورئ چې د طالبانو تر ولکې لاندې ټولو سيمو کې د نجونو پرمخ د نجونو ښوونځي تړلي دي، دا د دوى په خبرو او عمل کې تناقض ښيي."

د ښځو د حقونو فعاله مېرمن کوفي وايي، په کنفرانسونو کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې اسانې دي، خو عملي کېدل يې ګران بريښي، ځکه نو ښځې ورته اندېښمنې دي.

فوزيه کوفي وايي، د مسکو د غونډې په څېر جلسو کې په کار ده چې د نورو اړخونو تر څنګ ښځې هم حضور ولري.

نوموړې زیاته کړه:

"په کار ده چې نړۍ ته هم قناعت ورکړو، په ځانګړي ډول د امريکا متحدو ايالتونو ته، چې فکر کوي په مکمل ډول بايد له افغانستانه ووځي، ځکه نو دوى د امريکا د عامه ذهنيت د فشار په نتيجه کې د افغانانو له حضور پرته له طالبانو سره کتلي دي، فکر کوم چې په دغو کتنو کې افغانان هم بايد حضور ولري."

د مسکو په غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ پيل شوې، د افغان حکومت کوم استازى برخه نه لري.

د روسيې حکومت وايي، نه د دوى او نه د کوم بل حکومت کوم رسمي استازى په دې غونډه کې برخه لري.

د افغانستان ولسمشر وايي، د مسکو پر غونډه بې‌باوره دی، ځکه نو په‌دې غونډه کې څوک د افغانستان د حکومت په استازيتوب برخه نه‌لري.

محمد اشرف غني وايي هغه کسان چې دې غونډه ‌کې حضور لري، اجرائیوي صلاحيت نه‌لري.

XS
SM
MD
LG