د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو په مسکو کې سره وکتل


د مسکو ناسته
د مسکو ناسته

د لومړي ځل لپاره طالب استازو او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو په مسکو کې په یوه ناسته کې سره وکتل.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی چې د غونډې لومړی ویناوال و، په سوله کې په ښکېلو ډلو یې غږ وکړ چې سوله د افغانانو په لاس کې ده.

​ده وویل:

"په حقیقت کې سوله خپله د افغانانو په لاس کې ده، که چېرې موږ اقدام وکړو، هېڅ بهرنی یې په موږ نه‌شي تحمیلولای."

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د مسکو غونډه په روسیه کې د مېشتو افغانانو له لوري جوړه شوې وه چې په‌کې یو شمېر سیاسي څېرو له هغې جملې حامد کرزي، محمد یونس قانوني، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر ځینو استازو هم ګډون کړی و او ټاکل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي او د افغانستان د جګړې په ختمېدو او د سولې په اړه په‌کې خبرې وشي.

له دې شااوخوا درې میاشتې وړاندې په مسکو کې ورته غونډه جوړه شوې وه چې په‌کې د افغانستان د سولې عالي شورا استازو هم برخه اخیستې وه.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې دا ډول غونډې نه‌شي توانېدلای چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، نو همدا لامل دی چې د افغان حکومت پلاوی هم په‌کې ګډون نه‌کوي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، داسې تمه کېږي چې د مسکو غونډه چې د افغانانو ترمنځ کېږي، وبه‌توانېږي چې بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

طالب استازي شیر محمد عباس ستانکزي د مسکو په غونډه کې وویل، طالبان د افغان حکومت له زندانونو د بندیانو د ازادولو او همدا شان له تور لېسته د دوی د مشرانو د نومونو د لیرې کېدو غوښتونکي دي.

طالب استازی شیر محمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې
طالب استازی شیر محمد عباس ستانکزی د مسکو په غونډه کې

​ستانکزي په خبرو کې د افغانستان اساسي قانون ته په اشارې سره وویل چې اوسنی اساسي قانون طالبانو ته د منلو وړ نه‌دی.

د نوموړي په خبره، باید د افغانستان اساسي قانون نوی تدوین او تصویب شي.

ده زیاته کړه:

"د کابل د ادارې اوسنی اساسي قانون د باور وړ نه‌دی، ځکه له غربه کاپي شوی او د تور یرغل لاندې په افغان ملت تحمیل شوی، دا قانون نه‌یوازې افغانانو ته ځواب ویونکی نه‌دی، همدا شان نه‌شي کولای چې عملي شي، ځکه مواد یې مبهم او متضاد دي، نو لهذا اوسنی اساسي قانون د سولې په وړاندې یو لوی خنډ دی."

خو د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا غړي محمد یونس قانوني په دغه ناسته کې د افغانستان اساسي قانون یوه لاسته راوړنه وبلله.

د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی محمد یونس قانونی
د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی محمد یونس قانونی

​قانوني وویل:

"په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان نوی اساسي قانون بهترین او اسلامي قانون دی چې په سیمه کې ساری نه‌لري، تدوین شوی او تر نن ورځې پورې د اجرا وړ دی، خو له شک پرته څه ډول چې ستانکزي صاحب وویل، هم د تعدیل وړ دی او هم اصلاح ته اړتیا لري، په صراحت باید ووایم چې ټول افغانان په دې باور نه‌دي چې افغانستان په اشغال کې دی."

بل‌خوا د حزب وحدت مردم اسلامي افغانستان رهبر محمد محقق چې له دې وړاندې د افغان ولسمشر له لوري د اجرائیه ریاست له دوهمې مرستیالۍ عزل شوی و، په دغه ناسته کې یې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په نوم ورنه یادونه وشوه.

ښاغلي محقق په دغه ناسته کې په طالبانو غږ وکړ چې که افغان حکومت په دا ډول غونډو کې برخه نه‌اخلي، باید په جګړه کې ښکېلې خواوې د مسکو له غونډې وروسته اوربند ته ولاړ شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي چې د مسکو د غونډې له ویناوالو څخه وه، څرګنده کړه چې د سولې په غونډو کې باید د افغان ښځو له لاس ته راوړنو او حقونو نه سترګې پټې نه‌شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG