د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

اشرف غني: د مسکو غونډه اجرائیه ځواک نه‌لري، تش د کاغذ پر مخ پرېکړې دي


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو پر غونډه بې‌باوره دی، ځکه په‌دې غونډه کې څوک د افغانستان د حکومت په استازولۍ برخه نه‌لري او هغوی چې په‌کې برخه اخیستې د ولسمشر غني په وینا اجرائیوي واک نه‌لري.

ولسمشر غني د طلوع نیوز له‌خوا په یوه جوړ شوي ټلوېزوني بحث کې ظاهراً پر هغو افغان سیاستوالو انتقاد وکړ چې د افغان حکومت د استازو له ګډ‌ون پرته له طالبانو سره خبرو ته ناست دي.

نوموړي وویل:

  • "له چا سره په څه موافقه کوي؟ اجرائیوي واک‌یې چېرې دی؟ داسې سلګونه غونډې چې جوړې شي، څو چې د افغانستان دولت، د افغانستان ملي شورا او د افغانستان قانوني بنسټونه‌یې تأیید نه‌کړي، تش د کاغذ پر مخ پرېکړې دي."

ښاغلي غني په‌دې بحث کې همدارنګه تأیید کړه چې د افغانستان د سولې پروسه پېچلې شوې ده، خو نوموړي ټینګار وکړ چې دا ستونزه په تضاد او انتقاد نه‌هوارېږې.

د سې شنبې په ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاستوالو یوې ډلې د مسکو په «پرېز‌‌‌ېډنټ هوټل» کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

په‌دې غونډه کې په شاملو سیاستوالو کې محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، محمد محقق او یو شمېر نور پخواني افغان چارواکي، د ملي شورا غړي او سیاسي څېرې شاملې دي.

په‌دې غونډه کې ټولو د سولې په اړه وړاندیزونه او غوښتنې وکړې، خو طالب استازو یې په اړه څرګند ځواب ونه‌وایه.

په‌دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزي کوله.

د طالبانو د پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو د پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی

نوموړي وویل چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون دوی ته د منلو نه‌دی.

پر دې سربېره په رسنیو کې د ښاغلي ستانکزي له قوله د مسکو د غونډې لومړنۍ ورځ ښه بلل شوې ده.

روېټرز خبري اژانس د ښاغلي ستانکزي له خولې ویلي، تر اوسه پورې یې له امریکا سره له افغانستانه د سرتېرو د وتلو پر مهالوېش هېڅ توافق نه‌دی کړی.

له مسکوه زرګونه کېلو متره لیرې، په واشنګټن کې د امریکا په سنا کې هم د افغانستان پر سوله او اوسني وضعیت خبرې وشوې.

د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو په کمېټه کې د دې هېواد د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل وویل، د سولې په خبرو کې باید افغان حکومت له پامه ونه‌غورځول شي.

ووټل زیاته کړه، دا مهال له طالبانو سره د امریکا مذاکرات په ډېر ابتدايي پړاو کې دي.

د نوموړي په وینا متحده ایالات پر طالبانو پوځي فشارونو ته دوام ورکوي او په عین حال کې سیاسي حل لاره هم لټوي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل

نوموړي وویل:

"هسې چې موږ یې درک کوو، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماسۍ او پوځي فشار ترکیب ته اړتیا ده. زموږ د پوځ پوځي فشارونه د یو حکومت په توګه دي. په عین حال کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ سیاسي هڅو ته هم دوام ورکوو."

د امریکا د پوځ دې مرکزي قوماندان که څه هم په مشخصه توګه په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو د لیدنې په اړه څه ونه‌ویل، خو د سې شنبې په ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مسکو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا، په‌دې خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل او واشنګټن د اړیکو په استحکام ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې د دواړو لورو ترمنځ به د یوې پایدارې سولې تر ټېنګښت پورې پوځي همکاري دوام وکړي.

سره له دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا او روسیې هڅې یو سیاسي رقابت بلل شوی، خو کرملېن په وروستیو کې اعلان کړی چې دوی په رسمي توګه د مسکو غونډه نه‌ده وربللې او دا خبرې اترې په مسکو کې د مېشتو افغانانو په نوښت ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG