د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د مسکو د ناستې په اړه د ملي شورا د بهرنیو اړیکو د کمېسیونونو بېلابېل نظرونه!


د روسیې په مرکز مسکو کې د کرملېن ودانۍ
د روسیې په مرکز مسکو کې د کرملېن ودانۍ

د مسکو د ناستې په اړه د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونه بېلابېل نظرونه لري.

په داسې حال کې چې نن سې شنبه مسکو د افغان سولې په اړه د یوې غونډې کوربه دی، د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونه د دغې غونډې د ارزښت او ګټو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دغه ناسته د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره یو مثبت ګام بولي، خو وايي چې د سولې په اړه باید حکومت او سیاسیون ګډ دریځ ولري.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني

دی وایي:

"د مسکو ناسته چې د مدني ټولنو استازي او یو شمېر سیاسیون ورته بلل شوي دي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره یو ګام بلل کېدای شي، باید د افغانستان سیاسیون او حکومت د سولې په برخه کې ګډ دریځ ولري."

ښاغلی کلکاني وايي چې په دا شان غونډو کې د حکومتي پلاوي نه‌ګډون افغان حکومت څنډې ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې دا حرکت به حکومت کمزوری کړي، ځکه د ورځپاڼې په باور، د سولې په خبرو اترو کې افغان حکومت څنډې ته کړل شوی دی.

د مسکو دغه ناسته دوه ورځنۍ ښودل شوې.

په کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې دا غونډه په دوی پورې اړه نه‌لري او په خپله د افغانانو له‌خوا جوړه شوې ده.

د دې غونډې یوه تنظیموونکي او په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال ازادي راډيو ته ویلي چې په‌ دې غونډه کې شااوخوا ۴۰ تنه افغان سیاستوال او د ګوندونو استازي د طالبانو له ۱۰ کسیز پلاوي سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو احتمالي نوماند حنیف اتمر، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغنديوال او ګڼ نور مشران د دې غونډې ګډون‌وال دي.

په هغه اعلامیه کې چې د حامد کرزي له دفتره خپره شوې، په‌کې راغلي دي چې دا غونډه به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره لومړی ګام وي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون منشي فوزیه سادات بیا د حکومت له ګډون پرته د سولې دا شان ناستې شخصي بولي او ټینګار کوي چې دا به د سولې په برخه کې هېڅ درد دوا نه‌کړي.

دا وایي:

"زما په نظر دا په شخصي ډول خبرې اترې کول دي، څومره چې زه فکر کوم د سولې لپاره اساسي کار نه‌شي کولای، بیا به هر یو ځان ته سهم غواړي او په خپلو ګټو به غږېږي."

افغان حکومت پر دې ناسته انتقاد کړی او ویلي یې دي چې داسې هڅې چې افغان حکومت په‌‌کې نه‌وي، د سولې له بهیر سره مرسته نه‌‌شي کولای او نه به ګډون په‌کې وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو وغوښتل چې د سولې په پروسه او مذاکراتو کې سره یوه خوله شي.

د یادولو وړ ده چې د تېر کال په نومبر میاشت کې هم طالبانو په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بلنه په یوه غونډه کې ګډون کړی و چې د سولې د عالي شورا یو پلاوی هم ورغلی و، دا ځل دا ناسته بین‌الافغاني بلل شوې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG