د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه: راتلونکې ناسته به په دوحه کې وي


د افغانستان د سولې په اړه د مسکو د غونډې ګډون‌والو موافقه وکړه چې راتلونکې ناسته به‌يې په دوحه کې وي.

مسکو د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د افغانستان د سولې د پروسې د غونډې کوربه و چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر پخوانیو افغان مقاماتو ، سیاستوالو او د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ طالب پلاوي په‌کې ګډون درلود.

افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌و کړی.

د غونډې د پای په ګډ بیان کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو په لیرې کولو ټینګار شوی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي د مسکو غونډه بریالۍ بللې ده.

حامد کرزي د غونډې له ختمېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا غونډه هیله بخښونکې وه.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې افغان سیاستوالو سره‌یې ګټورې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG