د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

عبدالسلام حنفي: امريکايان تر اپرېل مياشتې خپل ځواکونه نيمايي ته راکموي


ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو د مرکچي هيئت يو غړى وايي، د امريکا متحده ايالاتو ورسره منلې چې له افغانستانه به خپل نيمايي شمېر سرتېري وباسي.

د طالبانو دغه استازى وايي، د امريکايي پوځيانو شمېر به له روانې ميلادي میاشتې راکمېږي.

په مسکو کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي مولوي عبدالسلام حنفي چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال هم دى، نن چهارشنبه په مسکو کې ځينو رسنيو ته په خبرو کې وويل:

د مسکو په غونډه کې د طالب پلاوي غړی عبدالسلام حنفي
د مسکو په غونډه کې د طالب پلاوي غړی عبدالسلام حنفي

"امريکايانو موږ ته وويل چې د امريکايي پوځيانو نيمايي شمېر به د فبرورۍ د مياشتې له لومړۍ د اپرېل مياشتې تر پاى پورې له افغانستانه وځي، تخنيکي ډلې سره کېني او د پاتې پوځيانو د وتلو لپاره به مهالوېش ټاکي، پاتې ځواکونه به د مهالوېش له مخې له افغانستانه وځي."

خو د ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د افغانستان او امريکا د حکومتونو له‌خوا نه‌دي تأييد شوي.

دا مهال په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو شمېر ١٤٠٠٠ ته رسېږي.

راپورونه وايي، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر مياشت کې دفاع وزارت يا پنټاګون ته امر کړى و چې له افغانستانه د نيمايي شمېر امريکايي پوځيانو د ايستلو پلانونه ترتيب کړي.

په مسکو کې د ملي امنيت پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر د چهارشنبې په ورځ وويل، دوى له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مسئله هم بحث کړى دى.

ارشیف، د ملي امنيت پخوانی سلاکار محمد حنيف اتمر
ارشیف، د ملي امنيت پخوانی سلاکار محمد حنيف اتمر

ده زیاته کړه:

"په ګډه اعلاميه کې بايد ټول موضوعات د جامع پلان په څېر سره راغونډ شي، يو اصل‌يې د بهرنيو ځواکونو وتل دي چې د پلان نورې برخې يې تقويه کوي، د يوه جامع پلان غوندې بايد ورباندې غور وشي."

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد تېره مياشت په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.

له دغو مذاکرو په افغانستان کې د څه باندې ١٧ کلنې جګړې د ختمېدو او له دغه هېواده د زرګونه بهرنيو سرتېرو د وتلو په برخه کې د پرمختګونو ځينې نښې ليدل کېدلې.

بل‌خوا د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه د کانګرس دواړو جرګو ته په خپله وينا کې وويل، په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره‌یې مذاکرې چټکې کړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې خپل هېواد ته د امريکايي سرتېرو د ستنولو هوډ لري، ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سولې ته له رسېدو سره به د امریکايي عسکرو حضور کم کړي.

له پرون سې شنبې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د پخواني حکومت ځيني چارواکي، د طالبانو استازي او د اوسني حکومت ځيني سياسي مخالفان سره جرګه شوي دي.

په‌دې غونډه کې د طالبانو د مرکچي هيئت مشري شیر محمد عباس ستانکزى کوي.

ښاغلي ستانکزي نن چهارشنبه وويل، د امريکا متحده ايالات او مخکښ نړيوال قدرتونه بايد د افغانستان د سولې د پروسې تضمين وکړي.

XS
SM
MD
LG