د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۲

ملی ارمان: طالبان راځي او امریکایان له افغانستانه وځي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د څو ورځینو خبرو په پایله کې د امریکايي پوځيانو د وتلو په شمول پر مهمو مسایلو هوکړه شوې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، تر دوه اوونیو بن بست وروسته په خبرو کې دا تمه نه وه چې تر دوو ورځو دې زیاتې اوږدې شي، له بله پلوه داسې هم نه برېښېده چې د امریکايي پوځیانو د وتلو په شمول دې پر مهمو مسایلو توافق وشي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، سره له دې چې لا هم ټول جزیات نه دي افشا شوي، داسې ښکاري چې د اټکلونو پر خلاف د طالبانو او امریکا تر منځ پر ډېرو مسایلو هوکړه شوې ده.

ویسا د سرچینو په حواله دا هم لیکلي چې اوس یوازې د بهرنیو پوځونو د وتلو پر مهالوېش او له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو پر سر اختلافات پاتې دي.

ورځپاڼې په ټوله کې خبرې بریالۍ ګڼلي او د ښو پایلو هیله یې کړې ده.

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، طالبان راځي او امریکایان له افغانستانه وځي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې وال سټریت ژورنال طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي چې د طالب استارو او خلیلزاد تر منځ د خبرو په څلورمه ورځ په دې هوکړه شوې چې طالبان به القاعده او داعش ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو لپاره استفاده وکړي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله دا هم راغلي چې په دغو مذاکراتو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د دوی د پوځي هډو په اړه خبرې روانې دي.

د مطلب لیکوال لیکلي، تمه ده چې د خبرو په پای کې دواړه لوري یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د قطر غونډه پر ګدې اعلامیې د اختلاف له امله د شنبې ورځې ته وځنډېده.

په مطلب کې وړاندې راغلي، ټاکل شوې وه چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي تر منځ خبرې د جمعې په ورځ پای ته ورسېږي، خو داسې ښکاري چې د دواړو خواوو تر منځ یو شمېر مهم اختلافي موارد لا هم پر ځای پاتې دي.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي چې په خپرېدونکې اعلامیه کې د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو ډاډ ورکړي، خو طالبانو ورسره مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG