د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د سولې او جګړې انسټټیوټ: د سولې لپاره د خلیل‌زاد هڅې د ناهیلۍ په لور روانې دي


ارشیف.
ارشیف.

د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر سر تفاهم کم شوی دی.

د دغه انسټټیوټ سرپرست حکمت‌الله اعظمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، طالبان اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې خلیل‌زاد پر مهمو مسایلو د پرېکړې صلاحیت نه‌لري، نو ځکه د نوموړي هڅې د ناهیلۍ په لور روانې دي.

د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ سرپرست حکمت‌الله اعظمي
د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ سرپرست حکمت‌الله اعظمي

نوموړي زیاته کړه:

"فکر کوم د سولې لپاره د خلیل‌زاد هڅې د ناهیلۍ په لور روانې دي او داسې ښکاري چې د پخوا په پرتله د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم ډېر کم شوی دی، طالبانو چې فکر کاوه، خلیل‌زاد به دوی سره په مهمو موضوعاتو فیصلې ته ورسېږي دوی ویلي چې خلیل‌راد دا صلاحیت نه‌لري، نو دا بدبختانه یو بد خبر دی."

ښاغلی اعظمي په ابوظبي کې د ښاغلي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ په شویو ژمنو عمل نه‌کول او د راتلونکې غونډې د ځای پر سر د خلیج هېوادونو اختلافات او جنجالونه د دغو هڅو د کمرنګه کېدو اصلي لاملونه بولي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کې د ښاغلي خلیل‌‌زاد په حواله ویلي، که طالبان سوله کوي دوی خبرو ته اماده دي او که جګړه کوي جګړې ته تیاری لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌‌زاد ویلي، د سیمې په کچه اوس د افغانستان د سولې په برخه کې یوه اجماع رامنځته شوې او طالبان باید له دې بهیر سره یوځای شي.

ښاغلی خلیل‌زاد دا هم ویلي چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، د هغه د ملي امنیت له ټیم، همداراز مدني ټولنې او د رسنیو له مسؤلینو سره‌یې خبرې کړي او سلا یې کړې چې د دولت پر مخالفو وسله‌والو پوځي فشار د دې لپاره مهم دی چې د سولې خبرې وشي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی وایي چې د سولې په هکله د ښاغلي خلیل‌زاد د هڅو بې‌نتیجې پاتې کېدل خلک سخت ناهیلي کړي دي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی

​نوموړی وايي:

"خلک د زلمي خلیل‌زاد هڅو ته هیلې درلودې او خوښ وو چې ان‌شاءالله سوله راځي، اوس چې کله دی چين ته ځي او کله هم ابوظبي او نورو خواوو ته روان وي، موضوع هم بدلېږي او طالبان د حکومت له استازو سره خبرو ته نه‌حاضرېږي دا په‌دې دلالت کوي چې زلمی خلیل‌زاد یوازې د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره پیدا کوي او هدف دا نه‌دی چې افغانستان کې سوله راشي."

د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ مسؤلین ټینګار کوي چې جګړه ګټونکی نه‌لري او ښکېلې خواوې باید خبرو ته کېني.

دوی دا هم وايي چې سوله او خبرې اترې د افغانستان د شخړې یوازنۍ حل لاره ده او امریکا او طالبان باید دا موضوع له پامه ونه‌غورځوي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG