د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

افغانستان

زلمی خلیلزاد نن له پاکستاني چارواکو سره ويني

ارشیف، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
ارشیف، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا لوړ پوړی پلاوی نن له پاکستاني چارواکو سره ويني.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد او د امریکا په ملي امنیت شورا کې د جنوبي او منځني اسيا د چارو مسوله ليزا کرټيس به نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وويني.

تردې مخکې زلمي خليل‌زاد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي و چې له چين وروسته به دی کابل ته سفر ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وويل چې د جنورۍ له اتمې نېټې به ښاغلی خليل‌زاد هندوستان، چین، پاکستان او افغانستان ته سفر ولري.

د دې سفر هدف د افغانانو تر منځ د یوې سياسي حل لارې رامنځته کول ښودل شوی دی.

په واشنګټن کې د تېر میلادي کال په جون مياشت کې مېرمن کرټيس ويلي و چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره ډېره مهمه ده چې پاکستان په‌دې برخه کې رغند رول ولوبوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو حکومت له خلکو سره د تبعيضي چلند په اړه د ايران د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هغه څرګندونې رد کړې چې، ګواکې دوی له افغانانو سره تبعیضي چلند کوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون نن سه‌شنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په حواله ویلي، د دوی حکومت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هیڅوک نه‌شي کولای چې له چا سره تبعیضي چلند وکړي.

ښاغلي قمي تازه له ایرنا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، ایران له درې کلونو راهیسې په کابل او کندهار کې طالب مشرانو ته مشورې ورکړي چې د یوه قوم، یوې ژبې او یوه جنسیت او مذهب نظام نه‌شي کولای داسې ولس ته ځواب ورکړي چې قومي، مذهبي او ژبنیزه تنوع لري.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو استازیو او یوشمېر نورو بنسټونو هم د طالبانو د حکومت پر جوړښت نیوکې کړي او هغوی یې له ښځو سره په جنسیتي تبعیض تورن کړي دي.

طالبانو په لغمان او فاریاب کې درې نارینه او یوه ښځه په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د لغمان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د لغمان ولایت موقعیت

د طالبانو ستره محکمه وايي چې په لغمان او فاریاب ولایتونو کې یې درې نارینه او یوه ښځه د اخلاقي فساد په تور د خلکو پر وړاندې په متروکو یا درو وهلي دي.

دې محکمې پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په لغمان کې درې تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه او د دغه ولایت د ابتدايي محکمې په حکم یو تن په څلورنیم کاله تنفیذي حبس او دوه نور په یو یو کال تنفیذي حبس محکوم شول.

له دې جلا د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تښتېدو او له یوه نارینه سره د نامشروع اړیکو په تور ۳۰ متروکې ووهله.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې سزاوې د بشري حقونو د ټولنو له انتقادونو سره مخامخ شوي، خو له انتقادونو سره سره طالبانو دې ډول سزاوو ته دوام ورکړی دی.

ایراني چاراکي: له اصفهان څخه په متوسط ډول د ورځې ۳۰۰ افغان کډوال ایستل کېږي

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې اسلام‌قلعه ته رسېدلي دي.
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې اسلام‌قلعه ته رسېدلي دي.

د ایران د اصفهان د پولیسو عمومي ريیس وايي چې له دغه ولایت څخه په متوسط ډول د ورځې ۳۰۰ افغان کډوال ایستل کېږي.

ایراني رسنیو پرون دوشنبې د حمید علي نقیان له قول وویل چې دوی د ورځې تر درې سوه ډېر غیرقانوني افغان کډوال نیسي او بیا یې سرحدي ځواکونو ته سپاري چې افغانستان ته یې ولېږي.

ده چې د یکشنبې په مازدیګر یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، د افغان کډوالو د مخنیوي لپاره وړاندیز وکړ چې د هغوی د ژوند شرایط په تېره بیا له مالي نظره سخت شي.

په ایران کې د ځینو مېشتو افغانانو په وینا، د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې افغانانو ته وچه ډوډۍ په هغه نرخ نه ورکول کېږي چې پر ایرانیانو پلورل کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې وویل چې هڅه کوي شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت پر اساس، د یکشنبې په ورځ هم ۸۶ کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته بېرته راستنې شوې.

په لغمان کې بارانونو او توپان اووه کسان ټپیان کړي

ارشیف: په لغمان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په لغمان ولایت کې د سختو بارانونو او توپان له امله اووه تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په لغمان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر عبیدالله الکوزي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د شدید باران او ورسره مل توپان له کبله څو کورونه نړېدلي او یو شمېر ونې لوېدلې دي.

انجنیر الکوزي په وینا، د ۷ تنو ټپیانو په منځ کې د یوه حال نازک دی.

توپان او باران ډېر مالي تاوانونه هم اړولي دي.

په افغانستان کې سږني ورښتونه او سېلابونه په تېرو څه باندې ۵ لسیزو کې بې‌ساري بلل شوي او ویل کېږي چې له اقلیمي بدلون سره بې ارتباطه نه دي.

طالبانو پنجشېر کې د نجونو د يوې لېسې د سوځولو په تور د ۳ کسانو د نيونې خبر ورکړی

د پنجشېر ولايت نقشه
د پنجشېر ولايت نقشه

په پنجشېر کې د طالبانو امنيه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د نجونو د یوې لېسې د سوځولو په تور یې ۳ تنه نیولي دي.

راپورونه وايي چې، تېره شپه د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په پارنده سيمه کې د (بي بي امنې) د نجونو د لېسې په ودانۍ کې اور ولګېد.

په پنجشېر کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب نن (دوشنبې) رسنیو ته په استولي ویډیويي بیغام کې ویلي، په‌دې تړاو یې د لېسې د ساتونکي په ګډون درې تنه مشکوک کسان نيولي دي.

سره له‌دې چې عقاب ویلي، اطفاییه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلې او اور یې وژلی خو، ویل کېږي چې د بي بي امنې لېسې ځینې ټولګي او تدريسي مواد زیانمن شوي دي.

عقاب په عین حال کې ویلي، د لېسې چوکیدار د ښوونکو په غوښتنه د مچیو ځالې ته اور اچولی و چې اور له کنتروله ووت.

دا په‌داسي حال کې ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو تر نامعلومې مودې پورې بندیز لګولی دی.

پکتيکا کې د نيک محمد ترابي په نوم د حقاني شبکې يو قوماندان وژل شوی

د پکتيکا ولايت نقشه
د پکتيکا ولايت نقشه

ناپېژاندو وسله‌والو بریدګرو په پکتیکا ولایت کې د نیک محمد ترابي په نوم د حقاني شبکې یو مهم قومندان وژلی دی.

سرچینو ویلي چې، بریدګر بېګا شپه د برمل ولسوالۍ په نوراباد کلي کې په ترابي باندې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلی.

راپورونو کې راغلي، د حقاني شبکې د دغه قومندان مړی نن د انګور اډې له لارې وزیرستان ته وړل شوی.

د طالبانو حکومت او امنیتي چارواکو لا د حقاني شبکې د دغه قومندان د وژنې په تړاو څه تبصره نه‌ده کړې.

تر دې مخکې هم په ګڼو بریدونو کې د طالبانو یوشمېر جګپوړي قومندانان وژل شوي دي.

عثمان نوري د افغانستان په فرسټ کلاس کرکټ کې د ډېرو منډو ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان کرکټ لوبغاړی عثمان نوري.
د افغانستان کرکټ لوبغاړی عثمان نوري.

د افغانستان د فرسټ کلاس په روانو سیالیو کې د پامیرلیجینډز لوبډلې پیلیز توپوهونکي عثمان نوري په یوې پاڼۍ کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم ثبت کړ.

نن دوشنبه د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار د شهید نجیب‌الله تره‌کي په لوبغالي کې د ماهيپر ستورو او پامیرلیجنډز لوبډلو ترمنځ د پیل شوې څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبې درېیمه ورځ وه او عثمان نوري په کې ۳۳۹ منډې وکړې.

دا د فرسټ کلاس په یوه پاڼۍ کې د یوه افغان لوبغاړي لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي.

نوموړي په‌‌دې پاڼۍ کې ۵۲۳ توپونه لوبولي دي، ۳۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې یې وهلي دي او په ۳۳۹ منډو یې خپله وېکټ له لاسه ورکړې ده.

ښاغلی نوري چې د افغانستان په کرکټ کې نوی او ځوان لوبغاړی دی دا یې ایله درېیمه فرسټ کلاس سیالي ده.

د ویلو ده چې تر نوموړي وړاندې بهیر شاه محبوب په یوه پاڼۍ کې تر نورو لوبغاړو زیاتې ۳۰۳ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

لسګونه افغان ماشومان د پېښور په مرکزي زندان کې په توقيف کې دي

له ارشيفه په پاکستان کې د نيول شويو افغان کډوالو يو انځور، چې ماشومان هم په‌کې شامل دي.
له ارشيفه په پاکستان کې د نيول شويو افغان کډوالو يو انځور، چې ماشومان هم په‌کې شامل دي.

لسګونه افغان ماشومان د اسنادو د نه لرلو په تور د پېښور په مرکزي زندان کې په توقیف کې دي.

پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان رپوټ ورکړی چې، د پېښور د محکمې یوه قاضي امان‌الله وزیر د دغو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او چارواکو یې ته امر کړی چې هغوی سمدستي افغانستان ته ستانه کړي.

د دغو ماشومانو شمېر شاوخوا ۲۵ تنه ښودل شوی.

د راپورونو له‌مخې دا ماشومان پر تورخم پولې تر اوښتو وروسته د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي وو.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: پر تورخم دوه اړخيز تجارت نژدې ۵۰سلنه کم شوی

د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډه خونه وايي، پر تورخم دوه اړخیز تجارت نژدې ۵۰سلنه کم شوی دی.

د دې خوونې مشر شاهد حسین د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سوداګرۍ د کمېدو اصلي علت د تیرا د راجګل کډوالو له‌خوا له شاوخوا څلوېښتو ورځو راهیسې د پېښور او تورخم د لارې تړل دي.

د هغه په خبره په‌دې سبب که پر دې لاره دوه اړخیز تجارت ۸۰۰ميلیونه ډالره و، نو هغه اوس څلور سوه ميلیونه ته راټیټ شوی دی.

د تيرا راجګل کډوالو د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست له ۲۰مې راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی، چې له امله يې له افغانستان سره د تورخم پر لاره په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي.

د طالبانو حکومت د يوشمېر داعش وسله‌والو د نيول کېدو خبر ورکړی

يوشمېر طالب عسکر
يوشمېر طالب عسکر

د طالبانو حکومت وايي، د یوه تاجکستاني تبعه په شمول یې د داعش ډلې یوشمېر وسله‌وال بریدګر نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن دوشنبه په یوه بیان کې چې پر خپله ایکس‌پاڼه یې خپور کړی ویلي، دغو کسانو د فرامینو د تعقیب او نظارت د ریاست یا پخوانۍ لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو په برید کې لاس درلود.

په هغه برید کې چې د سنبلې په ۱۲مه شوی وو د طالبانو په خبره ۶ کسان وژل شوي وو او ۱۳ نور ټپیان وو.

خو د افغانستان د څارنوالانو فدراسیون ویلي وو، په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ افغان څارنوالان وژل شوي وو.

مجاهد زیاته کړې چې نیول شویو کسانو په کابل او یوشمېر نورو سیمو له هغې ډلې په بامیانو کې پر بهرنیو سېلانیانو په برید کې هم لاس درلود.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همداراز ادعا کړې چې د داعش خراسان ولایت وسله‌وال د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال شوي.

هغه دا ادعا کړې چې داعش اوس هلته روزنیز کمپونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان او ځینو نورو هېوادونو بریدونه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG