د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

سولې شورا: افغان حکومت دې د سولې په برخه کې سیمه‌ییز نوښتونه همغږي کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره په سیمه‌ییزه کچه د ګڼو هېوادونو له‌خوا نوښتونه کېږي او افغان حکومت ته په‌کار ده چې دغه نوښتونه هم‌غږي کړي.

دا شورا وايي، د افغان دولت دنده ده چې د افغانستان د سولې د پروسې د سم پرمختګ لپاره د سیمې د هېوادونو هڅې او نوښتونه هم‌غږي کړي.

د دغې شورا د دارالانشاء رئيس عمر داوودزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د رسنیزو بنسټونو له استازیو سره په یوې ګډه ناسته کې وویل، که د افغانستان د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو نوښتونه د یوه واحد نظر په چوکاټ کې ځای نه‌شي، د سولې روانې پروسې ته زیان رسولی شي.

د سولې شورا د دارالانشاء رئيس عمر داوودزی
د سولې شورا د دارالانشاء رئيس عمر داوودزی

ښاغلي داوودزي زیاته کړه:

"زموږ ګرد چاپېره هېوادونو هر یوه د سولې ابتکارات پیل کړی، د سولې غوښتنې فرهنګ شته، خو ستونزه د ابتکاراتو په تعدد کې ده او ابتکارات چې تعدد پیدا کړي او هم‌غږي ورسره نه‌وي، له ستونزو سره مخ کېږو. دلته د افغانستان دنده ده چې دغه ابتکارات د ابتکاراتو په هم‌غږۍ تبدیل کړي."

ښاغلي داوودزي وویل، امریکا، روس، چین او د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د سولې لپاره هڅې تېزې کړي او غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو ته زمینې برابرې کړي، خو کیدای شي په‌دغو کې ځیني هېوادونه یو له بل سره سیاسي او ستراتیژیکي ستونزې ولري.

ده هیله وښوده چې دغه هېوادونه خپلې ټولې هڅې او ابتکارات، یوازې او یوازې د افغانستان د پروسې ته را واړوي.

ده وویل، تېره اوونۍ یې پاکستان ته د سفر هدف دا و چې د هغه هېواد د سیاسي، حکومتي، قومي او مذهبي مسوولینو نظر، د افغانستان د سولې پروسې ته را واړوي.

ښاغلي داوودزي څو ورځې مخکې دا هم ویلي چې پر پاکستان سربېره به د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څه باندې دوو میاشتو راهیسې پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه سفرونه کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان د سولې په اړه د ټولو هېوادونو د چارواکو نظریات مثبت دي.

سربېره پر دې ښاغلي خلیلزاد، په قطر او عربي متحدو اماراتو کې د طالبانو له استازیو سره هم لیده کاته کړي.

د افغانستان د سیاسي چارو پوه استاد نصرالله ستانکزي هیله ښيې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل هېوادونه خپلې ګټې په پام کې ونه نیسي او که نه نو، روانې پروسې ته به زیان ورسېږي.

د افغانستان د سیاسي چارو پوه استاد نصرالله ستانکزی
د افغانستان د سیاسي چارو پوه استاد نصرالله ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې د افغانستان د سولې لپاره په نړیوال ډګر کې شته، هغه د د مختلفو هېوادونو هڅې دي چې هم‌غږي نه لري، هر هېواد خپلې ګټې تعقیبوي، دغه وړتیا اوس هم نه لیدل کېږي، همغږي رامنځته کړي. که د سولې اړوند ناهمغږي فعالیتونه دوام وکړي او همغږي او اجماع رامنځته نه شي، د سولې پروسې ته به زیان ورسوي."

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس وايي د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې د سیمې په هېوادونو کې پاکستان تر ټولو مطرح هېواد دی.

ده هیله وښوده چې د پاکستان حکومت په خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG