د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

خلیل‌زاد: که طالبان سوله کوي خبرو ته چمتو یو، که جګړه کوي جګړې ته چمتو یو


آرشیف، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
آرشیف، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان حکومت وایي، د زلمي خلیل‌زاد هڅې دا اسانتیا رامنځته کوي چې د افغانستان په مالکیت د سولې خبرې مخته ولاړې شي.

د ولسمشر غني یوه ویاند دا خبره ازادي راډیو ته په‌داسې وخت کې وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وایي، له طالبانو سره به د سولې خبرې ژر پیل شي، خو که چېرته دوی جګړې ته دوام ورکوي، نو امریکایي ځواکونه به د افغان پوځیانو تر څنګ ودرېږي.

خلیل‌زاد وایي چې د سیمې په کچه اوس د افغانستان د سولې په برخه کې یوه اجماع رامنځته شوې او طالبان باید له دې بهیر سره یوځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وایي چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، د هغه له امنیتي ټیم، همداراز مدني ټولنې او رسنیو سره‌یې خبرې کړې دي او سلا یې کړې ده چې د دولت وسله‌والو مخالفینو پوځي فشار د دې لپاره مهم دی چې د سولې خبرې وشي.

زلمي خلیل‌زاد دا خبره پر ټویټر لیکلې ده.

تر دې مخکې ده پرون په کابل کې له رسنیو سره وکتل.

د دې لیدنې کتنې په اړه په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفارت په یوې اعلامیه کې د خلیل‌زاد په وینا وایي چې که طالبان سوله کوي موږ خبرو ته چمتو یوو، که دوی جګړه کوي موږ جګړې ته چمتو یوو.

پر طالبانو د پوځي فشار مسئله په یو ډول پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاعي چارو د مسؤلانو په غونډه کې هم مطرح شوه.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر بریتانیایي مارشال سټیوارټ پیچ

تر دې غونډې وروسته د ناټو د پوځي کمېټې مشر بریتانیایي مارشال سټیوارټ پیچ رسنیو ته وویل:

"د غوڅ ملاتړ مأموریت به پرته له څه تغییره په خپل حال پاتې شي او موږ د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره پر خپله ژمنه ټینګار وکړ، همداراز مو د ځواکونو په برخه کې پر خپله ژمنه تأکید وکړ چې ۴۱ متحدان او شریکان په‌کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د حمایت لپاره راغونډ شوي دي، هېڅ بدلون به په‌کې نه‌راځي او که څه تغییر په‌کې راځي هغه د امریکایي چارواکو مربوط ده."

په کابل کې تېره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو په سفارت کې د رسنیو له استازو سره د غونډې پر مهال د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وویل، که طالبان د سولې لاره نه‌خپلوي او جګړې ته مخه کوي، نو واشنګټن به د افغانانو او د افغانستان د حکومت تر څنګ درېږي او د دوی ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د ملي وحدت حکومت تر دې مخکې پر دې ټینګار کاوه چې د سولې هڅې به له پوځي فشار سره په یوه وخت مخته وړي، نو د ښاغلي خلیل‌زاد او افغان حکومت نظر اوس سره ورته شوی دی؟​

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

په‌دې اړه د ولسمشر غني مرستیال ویاند صمیم عارف ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د حکومت او د متحده ایالاتو نظر له پخوا یو و، موږ بیا بیا دا خبره کړې ده که د خلیل‌زاد صاحب سفرونه او هڅې دي او که د نورو سیمه‌ییزو هېوادونو هڅې دي، مثلاً د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د دوی نقش د سولې د خبرو په برخه کې د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره دی، په نړیواله کچه هم اجماع شته که طالبان خبرې کوي د افغانستان له حکومت سره‌یې باید وکړي."

زلمی خلیل‌زاد چې د سې شنبې په ورځ کابل ته راغی تر دې مخکې په پیکېنګ کې و او تر هغه مخکې یې په نوې ډهلي کې له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خبرې کړې وې.

دی تېر کال په سپټمبر کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو او تر اوسه‌یې څلور ځله د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

تمه وه چې تېره اوونۍ په قطر کې یو ځل بیا د طالبانو له استازو سره وګوري، خو دا غونډه لغوه شوه.

XS
SM
MD
LG