د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یو بل پرضد د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان کړی دی، چې له کبله یې د تاوتریخوالي د زیاتوالي اندېښنې پیدا شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، پر TTP د "البدر" په نوم عملیات ترسره کوي څو د یادې ډلې فعالیتونه ورسره محدود کړي.
بل لور ته، TTPهم اعلان کړی چې د "الخندق" په نوم به د پاکستان د پوځ پرضد عملیات وکړي.
دواړو خواوو یو بل ته سخت ګواښونه کړي او ادعا یې کړې چې دا عملیات به د مخالف لوري د نابودۍ لامل شي.
د پاکستان پوځ او TTP دواړو د دې عملیاتو د پیل اعلان د مارچ په ۱۴مه کړی و.
بل لور ته پاکستاني سیاسي شنونکې وايي، دواړه اړخونه هڅه کوي چې د اسلام تر نوم لاندې خپلو عملیاتو ته مشروعیت ورکړي خو عام خلک دا جګړه نه مني.
د یادولو ده چې د پاکستان پوځ په تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد پنځه لوی عملیات ترسره کړي، چې په ډېرو کې یې د TTP پر ضد بریدونه شوي دي.