د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

خلیل‌زاد اسلام‌اباد ته ځي څو پاکستاني چارواکو سره د افغان جګړې پر پای وغږېږي


ارشیف، په تېره لیدنه کې ښاغلي خلیل‌زاد د پاکستان پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي و
ارشیف، په تېره لیدنه کې ښاغلي خلیل‌زاد د پاکستان پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي و

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

الجزیره ټلوېزیون وايي، ټاکل شوې ده چې خلیل‌زاد به سبا پنجشنبه اسلام‌اباد ته ورسېږي، خو د پاکستان جیو نیوز ویلي، ټاکل شوې وه چې خلیل‌زاد نن پاکستان ته سفر وکړي خو سفر یې وځنډېده.

پرون پاکستاني رسنیو ویلي و چې خلیل‌زاد په پنځه ورځني سفر پاکستان ته ځي او په لړ کې یې د دغه هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره ویني.

ده نن په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره ولیدل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دواړو خواوو د سولې د بهیر پر پرمختګونو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې پر اساس، ښاغلي محب په‌دې کتنه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو کې د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر د امریکا د رغنده رول او په‌دې برخه کې د زلمي خلیل‌زاد د هڅو ستاینه وکړه.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي سیمې ته د خپل سفر په‌دې پړاو کې متحده عربي امارات، ډهلي، پیکېنګ او کابل ته تللی دی.

ده پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنه کې هند، چین او متحده عربي اماراتو ته د خپلو سفرونو په باب معلومات ورکړل.

خلیل‌زاد وايي، د سیمې هېوادونو ته د سفرونو هدف‌یې دا دی چې د افغانستان د سولې د بهیر د پیلولو لپاره سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي.

پاکستان ته زلمی خلیل‌زداد په داسې حال کې سفر کوي چې افغان طالبانو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له امریکا سره مخامخ خبرې به بس کړي.

دې ډلې ادعا کړې چې امریکا په بېلابېلو پلمو د دوی له مشروع غوښتنو ځان تېروي.

راپورونه وايي چې تېره اوونۍ په قطر کې د دواړو خواوو خبرې د خبرو اترو د اجنډا پر سر د اختلاف له کبله وځنډېدلې.

په همدې حال کې اسلام‌اباد ته د ښاغلي خلیل‌زاد تر سفر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکې لیزا کرټېس په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.

ټاکل شوې ده چې مېرمن کرټېس له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي خلیل‌زاد په کتنو کې ملګرې شي.

امریکا پاکستان ته د افغانستان د مسئلې په حل کې د کلیدي لوري په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG