د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

اشرف غني: څو چې سولې ته رسېږو، له یوه ورانوونکې او تپل شوې جګړې سره مخ یو


ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د وینا پر مهال
ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د وینا پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر هغې چې سولې ته رسېږو، موږ له یو ورانوونکې او تپل شوې جګړې سره مخ یو چې رهبري او مدیریت‌یې قاطعیت او تدبیر غواړي.

افغان ولسمشر پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» په رسمي توګه امرالله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیر او اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه معرفي کړل.

ولسمشر غني په‌دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د دې دواړو په اړه وویل:

"جناب خالد صاحب او جناب صالح صاحب د دې نظام له تکړه او ځوانو کدرونو څخه دي، لوړه ملي روحیه لري. د سیاسي اختلافاتو د بیانولو تر څنګ له موږ سره تل په ملي مسئلو کې همکار وو. دواړه د رهبرۍ متفاوت مشخصات او روښانه لیدلوری لري. د هېواد په‌دې حساسو شرایطو کې د دوی له استخباراتي تجربو ګټه اخیستل یوه ملي اړتیا ده او په همدې خاطر پرېکړه وشوه چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې د اصلاحاتو د بهیر په مخ وړلو کې د هېواد د دې دوو فعالو نظامي او استخباراتي کدرونو له تجربو او انرژۍ کار واخیستل شي​."

ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر غړي په ارګ کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو د معرفۍ په غونډه کې
ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر غړي په ارګ کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو د معرفۍ په غونډه کې

ولسمشر غني په خپله دې وینا کې سره له دې چې سولې ته‌یې د خپل حکومت پر تعهد ټینګار وکړ، خو ویې‌ویل تر هغې چې سولې ته رسېږي، افغانستان له یوه ورانوونکي او تحمیلي جنګ سره مخ دی چې د ښاغلي غني په وینا د دې جګړې مدیریت او رهبري قاطعیت، تدبیر او لا ډېر جدیت غواړي.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د سولې راوستلو لپاره کار کوي، خو جګړه هم ترې قاطعیت او مدیریت غواړي.

ولسمشر اشرف غني د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په اړه وویل، افغانستان د ترهګرۍ ضد جګړې لومړۍ کرښه کې دی.

د ده په وینا د دوی او نړیوالې ټولنې اړیکې محکم اساس لري.

ښاغلي غني وویل، کېدای شي شرایطو ته په پام ځیني واړه بدلونونه راشي، خو د ده په وینا افغانستان له نړیوالې ټولنې سره شریکې ګټې لري او د قانون او هغو اصولو پر بنسټ دا روابط تنظیم شوي چې د افغانستان د خلکو او ملي شورا له‌خوا تصویب شوي.

ولسمشر غني که څه هم د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ډاډ څرګند کړ، خو دا یې هم وویل چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه نور د دې وړتیا لري څو په خپلواکه توګه د خپلې خاورې دفاع وکړي.

ولسمشر غني وویل، سولې ته رسېدل یوه پېچلې پروسه ده چې په وینا یې دا پېچلتیا د ابوظبي په غونډو کې مشاهده شوه.

په ابوظبي کې د طالبانو پلاوي د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له پلاوو سره لیدنې وکړې، خو د افغانستان د سولې له هیئت سره‌یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

سولې ته رسېدل یوه پېچلې پروسه ده چې په وینا یې دا پېچلتیا د ابوظبي په غونډو کې مشاهده شوه.

بل‌خوا امرالله صالح چې د کورنیو چارو وزارت ته رسماً د سرپرست وزیر په توګه معرفي شو، وویل، سربېره پر دې چې نوموړی د ملي وحدت د حکومت له منتقدانو څخه و، خو د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله نه مننه کوي چې پر ده‌یې د دې دندې اعتماد وکړ.

نوموړي په امنیتي برخه کې په شتو ستونزو په ځانګړې توګه د پولیسو په ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر امرالله صالح په ارګ کې د وینا په حال کې
د افغانستان د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر امرالله صالح په ارګ کې د وینا په حال کې

نوموړي زیاته کړه:

"پر پولیسو د تشکیلاتو له‌منځه او د بانفوذه قشر له‌خوا تهاجم شوی. د وهلو ډبلو تر حده ناسم چلند ورسره شوی. دا قانون ماتوونکی چلند د دې سبب شوی چې په ځینو مواردو کې خلک فکر کوي چې پولیس عاجز او ناتوانه ځواک دی."

امرالله صالح ټینګار وکړ چې په ټولنه کې به د پولیسو او امنیتي ځواکونو مؤقف او ځای ثابت کړي او د ټپي شویو او وژل شویو پولیس سرتېرو درناوی به رواج کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو نوي سرپرست وزیر ښاغلي صالح وویل، هڅه به وکړي چې د ناهیلۍ او په ټپه درېدلي حالت روایت مات او په هیله‌مندۍ او بریالیتوب‌یې بدل کړي.

XS
SM
MD
LG