د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۴

اسد الله خالد او امرالله صالح د دفاع او کورنیو چارو د نوماند وزیرانو په توګه ټاکل شوي


ارشیف، د انځور ښي خواته امرالله صالح او چپ خواته اسدالله خالد نوي ټاکل شوي وزیران

ولسمشر محمد اشرف غني د يوه فرمان په ترڅ کې اسدالله خالد او امرالله صالح د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو او نوماندانو په توګه معرفي کړل.

له افغانستانه د ۷۰۰۰ زرو امریکايي عسکرو د وتو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد له پرېکړې سره هم مهاله ولسمشر محمد اشرف غني اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزارتونو د نوماندانو په توګه معرفي کړل.

د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې ښاغلی خالد او صالح به د ولسي جرګې له لوري د اعتماد د رأیو تر اخيستو پورې د سرپرستانو په توګه چارې پرمخ وړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته دنده سپارل شوې چې ښاغلی خالد او ښاغلی صالح د اعتماد رأیې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني وايي چې اسدالله خالد او امرالله صالح په امنیتي برخه کې ښه تجربه لري چې د ده په خبره، باید ژر تر ژره يو لړ اصلاحي چارو ته ملا وتړي.

نوموړي وویل:

"دوی ښه تجربه لري او په دې هیله چې وشي کولای چې جنګ په ښه توګه مهار کړي او ښه قومانده ولرو، څو وشو کولای چې له شته جنجالونو او ناورینه بهر شو، دوی باید د ځينو استخباراتي برخو، امنیې قوماندانانو او ځینو قول اردوګانو په اړه تصمیم ونیسي، ځکه پرته له یو دوو ولایتونو د نورو ولایتونو د قول اردوګانو قوماندانان کمزوري دي."

د دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد په تېر حکومت کې د قبایلو او سرحداتو د وزیر، د ملي امنیت د رئیس او د کندهار او غزني ولایتونو د والي په توګه دندې ترسره کړي دي.

ښاغلی صالح هم د حامد کرزي د حکومت په دوره کې څو کاله د امنیت د رئیس په توګه کار کړی او په اوسني حکومت یې هم د لنډې مودې لپاره په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

اسدالله خالد او امرالله صالح دوه هغه څېرې دي چې د پاکستان ضد سیاست په لرلو هم پېژندل کېږي.

دا دوه تنه په داسې حال کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د نوماند وزیرانو په توګه معرفي کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت ته دستور ورکړی چې له افغانستانه د ۷۰۰۰ زرو امریکايي عسکرو د ويستو لپاره طرحه جوړه کړي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه باري عارض وايي چې اسدالله خالد او امرالله صالح له امریکا سره ښه کاري مخینه لري او ممکن د دوی په ګمارنه کې سیاسي اړخ هم په نظر کې نیول شوی وي.

افغان کارپوه باري عارض
افغان کارپوه باري عارض

دی وایي:

"دوی دواړه له امریکایانو سره ښه روابط لري او له هغوی سره یې کار کړی او امکان لري چې په اوسني وخت کې ښه ثابت شي او د همدې لپاره ښايي لازم ګڼل شوي وي، ښايي تر ډېره د دوی ټاکنه سیاسي وي، نسبت مسلکي والي ته."

د ارګ په اعلامیه کې د دفاع د پخواني وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو د پخواني وزیر ویس احمد برمک د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

که څه هم په ځینو برخو کې د دوی له خوا شوي کارونه ستایل شوي دي، خو په افغانستان کې د ناامنیو د پراختیا له امله د ملي شورا د يو شمېر غړو او عامو خلکو له خوا په ښاغلي بهرامي او ښاغلي برمک انتقادونه هم شوي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG