ځيني سياسي تحليلګران وايي، پر مهمو وزارتونو د نويو څېرو ګمارنه د ولسمشر محمد اشرف غني تاکتيکي اقدام دى.
دا اعلان پهداسې حال کې کېږي چې له يوې خوا د جمهوري رياست انتخابات رانږدې شوي، له بلېخوا د سولې خبرې تر پخوا چټکې شوې دي.
بل پلو د دولت د مخالفو وسلهوالو په وړاندې هم د حکومت پوځي مبارزه شديده شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنيو چارو د سرپرست وزيرانو په توګه اعلان کړل.
دغه دوه سياسي څېرې د پاکستان او طالب وسلهوالو سرسخت منتقدان ګڼل کېږي.
ليکوال او د سياسي مسايلو څارونکى محمد شفيق امين وايي، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته د طالب ضد اشخاصو ګمارنه په حقيقت کې وسلهوالو طالبانو ته جدي پيغام ورکوي.
نوموړی وايي:
"دغه وزيران چې نوي راغلي، تر پخوانيو ډېر طالب ضد فکر لري. د سولې په وروستيو خبرو کې افغان حکومت ګوښه شوى دى. په وروستيو مذاکرو کې طالبان حاضر نهشول له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. فکر کوم ولسمشر غواړي له دې لارې طالبانو ته پيغام ورکړي چې د فشار نيت لري او هغه څېرې يې دغو وزارتونو ته راوستلې چې طالب ضد دي."
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسېدو په هيله، په وروستيو کې د طالبانو له استازو سره کتلي.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت له استازو سره له مستقيمو خبرو انکار کړى دى.
د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې اسدالله خالد او امرالله صالح به د ولسي جرګې لهخوا د اعتماد د رأیو تر اخیستو پورې د سرپرستانو په توګه چارې پر مخ وړي.
د افغانستان د ولسي جرګې يوه غړي محمد نذير احمدزي ازادي راډيو ته وويل، جرګې لا پرېکړه نهده کړې چې کله به دغو دوو سرپرست وزيرانو ته د باور يا نهباور رأيه ورکوي.
ازادي راډیو ونهتوانېده چې دفاع وزارت ته د اسدالله خالد د تقرر په اړه د دغه وزارت د وياند نظر واخلي، خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي، د کورنيو چارو د وزير په توګه د امرالله صالح ټاکل کېدل به د دغه وزارت د بنسټيزو کارونو په بشپړېدو کې مرسته وکړي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"هغسې چې د ويس احمد برمک په تلو سره د کورنيو چارو وزارت ټول کارکوونکي خپه وو، هغسې د نوي سرپرست وزير امرالله صالح پر ټاکل کېدو د وزارت پرسونل او کارکوونکي خوښ وو. ځکه هغه په تېر کې د امنيتي مراجعو د رهبرۍ کاميابه تجربه لري او له شک پرته د هغو بنيادي کارونو لپاره چې په کورنيو چارو وزارت کې يې اقدامات شوي وو، هغه به تعقيب او په نورو کارونو کې به ابتکاري ګامونه واخلي."
ولسمشر غني دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته نوي وزيران په داسې حال کې اعلان کړل چې په هېواد کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو موده په نږدې کېدو ده.
ټاکل شوې دغه انتخابات د وري یا حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه وشي او د دغو ټاکنو د کاندیدانو د نومليکنې بهير د مرغومې يا جدي پر لومړۍ نېټه پیل شوى چې د مرغومي تر ۱۲مې نېټې دوام کوي.
سره له دې چې افغان حکومت د دغو نويو ګمارنو دليل نهدى وړاندې کړى، خو ځينو څارونکو ويلي، که هدف هر څه وي ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري رياست د انتخاباتو له نږدې کېدو سره دغه اقدام کړى دى.
د سياسي مسايلو تحليلګر محمد شفيق امين وايي:
"دا د ولسمشر يوه کمپايني هڅه ده. پخواني وزيران په ځانګړي ډول دفاع وزير د ملي امنيت د پخواني سلاکار حنيف اتمر تر نفوذ لاندې ګڼل کېده. په دې دليل ولسمشر غواړي هغوى لیرې کړي او داسې څوک مقرر کړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ورته د باور وړ وي."
تر دې نويو ګمارنو څو مياشتې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې ولسمشر د کورنيو چارو د پخواني وزير ويس احمد برمک او دفاع وزير طارقشاه بهرامي استعفاوې رد کړې وې.
اسدالله خالد چې د حامد کرزي په حکومت کې د غزني او بيا د کندهار والي و، د ملي امنيت د رئيس په توګهيې هم دنده ترسره کړې ده.
هغه په کابل کې د ١٣٩١ل کال په ليندۍ يا قوس مياشت کې په يوه حمله کې سخت ټپي شو.
هم اسدالله خالد او هم امرالله صالح د سياسي جريانونو مشري کوي چې په وروستيو کې يې د افغان حکومت پر ځينو پالېسيو انتقادونه کړي دي.
دواړه پهداسې حال کې د سرپرست وزيرانو په توګه نومول کېږي چې راپورونه وايي، د امريکا متحده ايالات پلان لري، له افغانستانه خپل زرګونه سرتېري وباسي.