د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

نړۍ

په بريتانيا ۲ تنه د ډرون د غير قانوني کارونې په تړاو نيول شوي

د بريتانيا پوليس وايي چې دوه کسان د بې پيلوټه الوتکو د غير قانوني کارونې په تړاو نيول شوي دي.

د دغو ډرون د الوتنو له کبله تېره چهارشنبه ناوخته د لندن ګات وېک هوايي ډګر کې د ټرافيکو جريان ګډوډ او په سلګونو الوتنې لغوه شوې.

د سسيکس سيمې د پوليسو سرپرست جېمز کوليس وويل، دغه دوه کسان پرون ناوخته د روانو تحقيقاتو په لړ کې نيول شوي دي.

د نيول شويو کسانو په اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي او چارواکي وايي چې پر دوى تور هم نه دى لګول شوى.

چارواکي وايي، بې پېلوټه الوتکو ته په لوى لاس الوتنه ورکړل شوې وه چې د کرسمس په درشل کې د هوايي ډګر نظم اخلال کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین پوځ: د روسیې ۹ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

ارشیف
ارشیف

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې نهه بې پیلوټه الوتکې یې چې نن سهار پر دې هېواد وتوغول شوې ټولې ویشتلې دي.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک په یوه بیان کې ویلي چې دا بې پیلوټه الوتکې د خرسون، میکولایف، خمیلینسکي، پولتاوا، چرکاسي او دنیپروپیتروفسک سیمو په فضا کې له منځه یووړل شوې.

روسیې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملو ته زور ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د روسیې د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دی او له دې هېواد سره د امریکا د ۶۱ میلیارد ډالرو مالي مرستې لایحه په کانګرس کې د جمهوریپالو وکیلانو د مخالفت له کبله بنده پاتې ده.

د امریکا د استازو جرګې مشر د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د مرستې ټولولو هڅې پيلوي

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن په روانه اوونۍ کې د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د متحدو ایالتونو د مرستې د ملاتړ په هدف هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي جانسن پرون د هغه پلان جزییات روښانه کړل چې له مخې به یې دا بسته د تصویب لپاره په جلا ډول رایې اخیستو ته وړاندې شي او په دې توګه به د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ اړوند دا اختلاف راکم شي.

د استازو جرګې د جمهوریپال مشر دا اقدام، د دې لایحې چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د محافظه کارو د مخالفت له کبله په جرګه کې بنده پاتې ده، د تصویب لپاره د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.

ټېسلا شرکت خپل ۱۰ سلنه کارکوونکي کموي

ټېسلا شرکت
ټېسلا شرکت

ټېسلا شرکت خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې څه باندې لس سلنه کاري ځواک به ژر له دندو لیرې کړي.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې ، دغې کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته په لېږل شوي یادښت کې د خپلې طرحې جزیات ورکړي دي.

د ټېسلا شرکت مشر ایلان ماسک پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، په هرو پنځو کلونو کې اړتیا ده چې د شرکت په کاري جوړښت له سره غور وشي او کاري ځواک یې کم شي.

ټېسلا په نړۍ کې د برېښنایي موټرو د تولید یوه لویه کمپنۍ ده.

امریکا: اسراییل ته خپل استولي اضافي ځواکونه هملته پرېږدو

د امریکا او اسراییل بیرغونه
د امریکا او اسراییل بیرغونه

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د دوی هغه اضافي پوځیان او تجهیزات چې د ایران له حملې مخکې اسراییل ته استول شوي وو، هملته پاتې کیږي.

د دغه وزارت ویاند پټریک رایدر د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتنې ته لازم اقدامات ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د اسراییل د دفاع لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییله غوښتي چې د ایران په وړاندې له غچ اخستونکي بریده لاس په سر شي.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې سیمه کې یې د وضعیت د لا کړکېچ وېره ډېره کړه.

د اسراییل لوی درستیز: د ایران د بریدونو ځواب به ورکړو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرتسي هالوی ویلي، هېواد به یې د ایران هوایي برید ته ځواب ورکړي.

هغه د دوشنبې په ناوخته په نواتیم هوایي اډه کې د ایف ۳۵ جیټ الوتکو د پيلوټانو په حضور کې وویل، پر اسراییل د ایران برید له ځواب ولري، خو وې نه ویل چې څه وخت او څه ډول ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران غوښتل د اسراییل ستراتیژیکو وړتیاوو ته زیان ورسوي.

بل لور ته د نړۍ مشرانو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

ایران د تېرې شنبې په شپه په اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وکارولې.

دا بریدونه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هغه برید په غچ کې وشول چې ایران یې اسراییل ته منسوبوي.

د اپریل د لومړۍ نېټې په هغه برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې د سپاه پاسدران انقلاب د یوه جنرال په ګډون د دغې ډلې ۷ غړي هم په کې شامل وو.

پاکستان: د بارانونو او تلندې تلفات ۴۹ تنو ته رسېدلي

پاکستان کې بارانونه
پاکستان کې بارانونه

په پاکستان کې د بارانونو او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې په اسلام اباد، پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مړه شوي دي.

چارواکو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غنمو په لو بوختو کروندګرو باندې تندر پرېوت.

هغه زياته کړه چې په روانه اونۍ کې د زياتو بارانونو وړاندوينه شوې ده.

په افغانستان کې هم چارواکو د سېلونو له کبله د لږ تر لږه ۳۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له متحدانو د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د کییف پر لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې دغه هېواد ته د الوتکو ضد سیسټمونه، وسلې او مهمات چې سخته اړتیا لري، ژر تر ژره چمتو کړي.

د روسیې راکټي او توپچي بریدونه ملکي سیمو ته زیان رسوي او اکثر تاسیسات ویجاړوي.

د اوکرایین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې والي وادیم فلاشکین په سیویرسک ښار کې د روسیې د توپچي ډزو له امله د څلورو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر ټولو زیات ملکي وګړو ته زیان ورسوي او په کار ده چې دا ملکیان ژر تر ژر د اوکرایین خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په صوفیا کې د اوکرایین او بلغاریا لخوا په ګډه د تور سمندرګي دوهم امنیتي کنفرانس ته په خپله انلاین وینا کې وویل چې د اوکراین هوایي دفاع د ګاونډیو د ساتنې لپاره هم مهمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره اوکرایني ځواکونو ته د پټریوټ توغندي وسپاري.

سپینه ماڼۍ:غزې ته د بشري مرستو استول زیات شوي

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

سپینه ماڼۍ وایي، تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو اندازه د پام وړ زیاته شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) ویلي، متحده ایالتونه باید د دغو مرستو د دوام شاهد و اوسي.

رویټرز خبري اژانس له یوې امریکایي خبري شبکې ( MSNBC ) سره د جان کربي د مرکې په حواله ویلي، څه باندې دوه سوه لارۍ مرسته غزې ته رسیدلې او دې ډله کې یوازې سل لارۍ تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته تللي.

په غزه کې د حماس او اسراییلي پوځیانو څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

حماس چې اروپایې ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، ویلي چې دغې جګړه کې نژدې ۳۴ زره کسان وژل شوي، لسګونه زره ټپیان او ګڼ شمېر بې ځایه شوي دي.

د ایران ولسمشر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت یوې سرچینې نن دوشنبه د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشال څانګې ته دا خبره کړې، خو سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا به پر اسراییلو د ایران د تېرې شنبې شپې له بریدونو وروسته د ایران د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر وي چې د اپریل میاشتې په ۲۲مه به ترسره شي.

سرچینې وایي، د دې سفر اصلي اجنډا د ايران او پاکستان د ګازو د نل لیکې په اړه بحث دی او ایران غواړي دغه نل لیکه د امریکا له ممکنه بندیزونو خوندي وساتي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان شوی

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې له بارانونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي چې دغلته له تېرو درېیو ورځو راهیسې ورښتونو لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي چې اکثره یې بزګران دي.

د پنجاب ایالت د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، ډېری تلفات هغه مهال رامنځته شول چې دغلته تلندې په ځمکه ولګېدې او د خلکو کورونه یې ونړول.

هغه وایي، دغې اوونۍ کې د نورو بارانونو وړاندوېنه هم شوې ده.

تر پنجاب وروسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو د قربانیانو کچه ډېره ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG