د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

مشرانو جرګه د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ په شوې هوکړې خوښي څرګندوي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ په شوې هوکړې خوښي څرګندوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي غړي د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ په شوې هوکړې خوښي څرګندوي او وايي چې دا به د ولسي جرګې د انتخاباتو په رڼو پایلو خپلې اغېزې ولري.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون او د انتخاباتو کمېسیون باید په پوره همغږۍ دا پروسه بشپړه کړي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

ده وویل:

"د دواړو کمېسیونونو ترمنځ شوې هوکړې ته مونږ خوشبین یوو، خو زمونږ ټينګار دا دی چې کارونه باید په پوره همغږۍ مخ ته ولاړ شي او که نه دا به یو شمېر کړیو ته فرصت برابر کړي چې ترې ناسمه استفاده وکړي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کابل د ټولو مرکزونو رأیې باطلې وګرځولې، خو د جمعې په ورځ یې اعلان وکړ چې که د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ورته ځیني اړین اسناد وسپاري، نو تر ارزولو وروسته به پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته وویل، د بایوميټریک رأیو د شمېر په ګډون ځینو معلوماتو ته اړتیا لري چې د انتخاباتو کمېسيون يې ورته باید ژر تر ژره وسپاري.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو رهبرۍ د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش سره په ناسته کې هوکړه کړې چې د شکایتونو کمېسیون به په خپلې پرېکړې له سره غور کوي او د دوی به هم د اړتیا وړ اسناد د شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیونونو هدف دا دی چې دا پروسه په شفاف ډول بریالیتوب ته ورسېږي او تورې او سپینې رأیې سره بېلې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، لاهم د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ لازمه همغږې نه ده رامنځته شوې.

د دغه بنسټ مشر یوسف رشید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا مهال د کمېسیونونو ترمنځ اړېکې ترينګلي دي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

"تر اوسه پورې اصلاً همغږي موجوده نه ده او د کمېسیونونو ترمنځ اړېکې ترینګلي دي، پرونۍ غونډه د حکومت له خوا جوړه شوې ده چې یوه حل لاره پیدا کړي، که چېري دوی له خپلو غوښتنو تېر نشي او د پروسې د عزت او حیثیت لپاره فکر ونه کړي، زمونږ اندېښنه دا ده چې دا پروسه به خپل اعتبار له لاسه ورکړي."

بل لور ته د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څار د بنسټونو ټولنې له انتخاباتي کمېسیونونو غوښتي چې د انتخاباتو د پروسې په اړه په احتیاط پرېکړې وکړي او باید دا پروسه بحراني نه کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د جرګې د شنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري یې کوله، وویل چې هغه کسان باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي چې په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG