د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

عبدالله: دښمنانو غوښتل چې د جنیوا کنفرانس ناکام وښیي، خو له لاسته راوړنو ډک و


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، که څه هم د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه چې د امنیتي پېښو په رامنځته کولو سره د جنیوا کنفرانس ناکام وښيي، خو دغه کنفرانس بریالی او له لاسته راوړنو ډک و.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۲» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته وویل چې په‌دغه کنفرانس کې افغان پلاوي هڅه وکړه چې نړیوالو ته په افغانستان کې د شته ستونزو او فرصتونو په اړه واقعي معلومات وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا کنفرانس په يوه بریالي کنفرانس بدل شو، په داسې حال کې چې د افغانستان دښمنانو په هغو ورځو کې هڅه وکړه چې د امنیتي پېښو په رامنځته کولو سره چې ملکي او نظامي مرګ ژوبله‌یې هم لرله، د نړیوالو پام امنیتي پېښو ته واړوي، خو زه فکر کوم دا کنفرانس بریالی و."

د جنیوا کنفراس چې له وارسا او بروکسل وروسته د افغانستان لپاره يو مهم کنفرانس ګڼل کېږي، د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د سویس په جنیوا ښار کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب ترسره شو.

دا په‌داسې حال کې ده چې د دغه کنفرانس له ترسره کېدو شااوخوا يوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د اورانوس په نوم يوه هوټل کې چې د میلادالنبي مراسم په‌کې روان وو، يوه درنه چاودنه وشوه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په‌کې له ۵۵ زیات کسان ووژل شول او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شول.

په کابل کې په یوه خونړي برید کې لسګونه کسان ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

همدارنګه په پاریس کې د جنیوا کنفرانس د دوهمې ورځې په جریان کې په کابل کې د چهارشنبې په ماښام په یوه امنیتي شرکت حمله وشوه چې د يوه بریتانوي په ګډون په‌کې ۱۰ تنه ووژل شول او د ۱۵ بهرنیانو په ګډون ۲۷ نور ټپيان شول.

د دغې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی و او په يوه اعلامیه کې ویلي و چې یاده حمله د دوی د پنځه وسله‌والو له لوري ترسره شوې او ادعا يې کړې وه چې په‌دغه حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

دا شان په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

د جنیوا ناسته چې دوه ورځې يې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادي ځان بسیاینې او په‌دې هېواد کې پر بېلابېلو برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه په‌کې بحثونه وشول.

همدارنګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کنفرانس له ګډون‌والو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم وړاندې کړه چې د افغان حکومت په خبره نړیوالو له دغې طرحې کلک ملاتړ اعلان کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وايي، کله هم چې په کورنۍ او نړیواله کچه د افغانستان د ګټو او نظام د پياوړتیا لپاره نړیوالې ناستې ترسره کېږي، د افغانستان دښمنان هڅه کوي له موقع نه په استفادې سره د افغانستان دولت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"که موږ متوجې شو په تېرو ۱۸ کلونو کې مخالفینو په ډېرو حساسو شېبو او هغو وختونو کې چې موږ غواړو يوه لاسته راوړنه ولرو او يا هم په يو مهم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړو، دوی د ګاونډیو هېوادونو په لمسون هڅه کوي زموږ لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي."

ښاغلی صدیقي وايي، که څه هم د افغانستان دښمنان تل په‌دې هڅه کې دي په مهمو او حساسو وختونو کې د افغانستان نظام نړیوالو ته کمزوری وښيي، خو بیا هم افغان چارواکي توانېدلي چې په نړیوالو ناستو او کنفرانسونو کې د افغانستان لپاره ښه لابي‌ګري وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG