د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۶

د کورنیو چارو وزارت: د کابل په حمله کې د یوه بریتانوي په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي


عیني شاهدان: په کابل کې تېره شپه چاودنه زوروره وه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

عیني شاهدان: په کابل کې تېره شپه چاودنه زوروره وه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې په یوه امنیتي شرکت د حملې له امله د یو بریتانوي په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او د ۱۵ بهرنیانو په ګډون ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې حمله د چهارشنبې په ماښام ۶ بجې او ۴۰ دقیقې د موټر بم په کولو سره پیل شوه او وروسته څلور وسله‌وال د «G4S» په نوم امنیتي کمپنۍ ته ننوتل.

دی وايي، حمله کوونکي نږدې ۱۰ ساعته یعنې د پنجشنبې د سهار تر څلور نیمو بجو پورې له امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو عملیاتو ځکه ډېر وخت ونیوه چې حمله کوونکو د یاد شرکت ۳۳۰ کار کوونکي له ځانه سره یرغمل کړي وو.

نوموړی وايي چې په یرغمل شویو کسانو کې ۳۶ تنه افغانان او پاتې نور يې بهرنیان وو، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د سهار په درېیو بجو د حمله کوونکو له‌منځه وړلو وړاندې یاد کسان وژغوري.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي په دغه پېښه کې د اوښتو زیانونو په اړه وویل:

"۱۰ کسان وژل شوي دي چې شپږ کسان په‌کې افغانان، یو بریتانوی او د پاتې درېیو نورو يې لا هویت نه‌دی معلوم، ۲۷ نور کسان په‌دې پېښه کې ټپيان شوي چې ۱۱ تنه‌يې د نیپال، ۵ يې د انګلستان او پاتې نور يې افغانان دي."

تېره شپه د کابل په ختیځ کې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د صنعتي پارکونو په سیمه کې د «G4S» په نوم یوه امنیتي کمپنۍ تر حملې لاندې راغله.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې یاد شرکت بریتانوی وو.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي اعلامیه کې ویلي چې یاده حمله د دوی د پنځه وسله‌والو له لوري ترسره شوې او ادعا يې کړې چې په‌دغه حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

په افغانستان کې په بهرنیانو او افغان پوځیانو دا لومړۍ حمله نه‌ده.

له دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورته حملو پر مهال کورنیو او بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د تېرې شپې حملې یو وار بیا وښوده چې د افغانستان په کشفي او استخباراتي ادارو کې کمزوري موجودې دي.

له ډلې يې محمداګل مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر هغه وخته چې استخباراتي ادارې تقویه نه‌شي د دغه ډول حملو مخنیوی ستونزمن کار دی.

د تېرې شپې پېښه
د تېرې شپې پېښه

​نوموړي زیاته کړه:

"له شک پرته چې د افغانستان په استخباراتي برخه کې کمزورۍ موجودې دي، دا باید ټول ومنو چې دا ضعف دی او هغه پلانونه چې مخالف وسله‌وال يې نیسي افغان استخباراتي ادارې ترې خبر نه‌لري او نه هم د هغوی په منځ کې نفوذي کسان لري."

د ښاغلي مجاهد په باور هر وخت د سولې د خبرو له ګرمېدو سره وسله‌وال مخالفین هم خپلو حملو ته زور ورکوي.

دی وایي، د دغه ډول حملو تر شا د سیمه‌ییزو استخباراتي کړیو لاس وي او په‌دې سره غواړي چې د سولې روانو هڅو ته زیان ورسوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG