د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دا اوونۍ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د جولای په میاشت کې د ناټو له سرمشریزې راهیسې، دا د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو او د دوی شریکانو چې په افغانستان کې پوځیان لري لومړۍ غونډه ده.
د دې غونډې په درشل کې، د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل چې غونډه به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ ترسره شي او د ناټو غوڅ ملاټر مأموریت د بهرنیو چارو وزیران به له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ناسته یوه موقع برابروي، څو ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په برخه کې په خپلو ژمنو د تأیید ټاپه ولګوي. موږ تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغان پوځ مالي تمویل ته ژمن یو. دا به همداراز یوه موقع وي چې د افغانستان د جنګ په وړاندې په شته ننګونو بحث وشي. اوس یو سخت حالت دی او پهدې وروستیو کې افغان پوځیانو او هم ملکیانو ته مرګژوبلې اوښتي. وزیران به په پای کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د «سولې» پروسې په اړه له خپل ملاتړه ډاډ ورکړي."
تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د یوه پلاوي په مشرۍ پهدې غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه پهداسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي.
د نومبر په ۲۸مه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د پرمختګ او سولې په هدف د جنیوا په کنفرانس کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو په خاطر یو ۱۲ کسیز مرکچي پلاوی تشکیل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې هڅه کوي څو د سولې داسې یو توافق ته ورسېږي چې په هغه کې طالبان په یوه ډموکراتیک او هر اړخیزه ټولنه کې شامل واوسي.
د نومبر میاشتې په پیل کې د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، په قطر کې له طالب استازو سره خبرې وکړې.
خو له دغو ټولو هڅو سره سره، داسې ښکاري چې په تاوتریخوالي کې چې هر کال په افغانستان کې په زرګونه خلک وژني، کوم کمښت نهدی راغلی.
له ډېرې مودې راهیسې، طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو غوښتنې رد کړې دي.
د نومبر په ۲۸مه، په کابل کې په یوه بهرني امنیتي شرکت د حملې له امله د یو بریتانوي په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.
طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
اوس به ولیدل شي چې د افغانستان په جګړې او سولې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تأثیرات به څه وي؟
په افغانستان کې څه باندې ۱۶ زره بهرني پوځیان د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې حضور لري.
راپور: مصطفی صدیقي-بروکسل