د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

دانش: په جنیوا کې د نړیوالو نوې ژمنې او د همکاریو دوام د حکومت بریالیتوب ښيي


د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، په جنیوا کنفرانس کې د نړیوالو نوې ژمنې او د همکاریو دوام د ملي يووالي د حکومت بریالیتوب ښيي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د جنيوا کنفرانس د افغانانو لپاره يوه لویه لاسته راوړنه او د ملي يووالي حکومت بریالیتوب بولي.

ښاغلي دانش د يکشنبې په ورځ په کابل کې د ښارجوړونې په چوکاټ کې د عراضۍ د خپلواکې ادارې د ادغام مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې افغان پلاوی په دغه کنفرانس کې وتوانېد چې د نړیوالو قناعت ترلاسه او د هغوی دوامداره ملاتړ راجلب کړي.

سرور دانش
سرور دانش

ده وویل:

"په دغه کنفرانس کې نړیوالو يو ځل بیا د تحول په لسیزه کې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ، په دغو اساسو شرایطو کې چې زموږ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دغه هر اړخیز ملاتړ په نړیواله ټولنه کې زموږ د هېواد غوره ځای او د حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ ښودنه کوي."

د جنیوا کنفراس چې له وارسا او بروکسل وروسته د افغانستان لپاره يو مهم کنفرانس ګڼل کېږي، د روان کال د نومبر د میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د سویس په جنیوا ښار کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو او شااوخوا ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د جنیوا ناسته چې دوه ورځې يې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادي ځان بساینې او په‌ دې هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه په‌ کې بحثونه وشول.

وړاندې ویل کېدل چې په ‌دغه کنفرانس کې به افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې د شویو ژمنو په اړه هم نړیوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

د جنیوا په کنفرانس کې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو اعلان وکړ چې دغه مرستې به د دولت جوړولو، د عامه سکټور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه ‌شان د مهاجرت او بې‌ځایه کېدو په برخو کې مصرف شي.

دغه شان افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کنفرانس له ګډون ‌والو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم شریکه کړه چې د افغان حکومت په خبره، نړیوالو له دغې طرحې کلک ملاتړ اعلان کړ.

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه داود مایار که څه هم په هېواد کې يو لړ ستونزې مني، خو وايي، افغان حکومت توانېدلی چې په نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې ښه حضور ولري او د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي.

ده زیاته کړه:

"که څه هم په کور دننه او بهر يو لړ ستونزې موجودې وې، خو بیا هم ولسمشر په خپل نوښت سره توانېدلی چې د نړیوالې ټولنې او سازمانونو قناعت ترلاسه او د هغوی پام افغانستان ته را واړوي."

که څه هم افغان چارواکي د جنيوا په کنفرانس کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه د نړیوالو د قناعت خبره کوي، خو د کارپوهانو په وینا، ناامني، اداري فساد، زورواکي او په بشپړ ډول د قانون نه پلی کېدل لا هم په هېواد کې له عمده ننګونو او ستونزو څخه ګڼل کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG