د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

سپیدار: سولې ته بېړه لرو، خو د وروستیو لاسته راوړنو له خوندیتوب سره


د زلمي خلیل‌زاد له څرګندونو وروسته چې ویلي یې دي، امریکا د افغانستان د غمیزې د ختمولو لپاره بېړه لري، افغان حکومت هم وايي، دوی هم سولې ته بېړه لري، خو د وروستیو لاسته راوړنو له خوندیتوب سره.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د پنجشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، ټول افغانان په یوه غږ د سولې غوښتونکي دي خو څه چې په‌دې برخه کې مهم دي، هغه د خلکو د حقونو خوندیتوب دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون

ښاغلي خوځون زیاته کړه:

"د افغانستان ټول خلک د سولې تږي دي او سوله غواړي، خو موږ ته مهم د هېواد ۱۷ کلنې یا ۱۸ کلنې لاسته راوړنې دي چې باید خوندي شي. موږ هیله‌مند یو چې ډېر ژر د سولې د خبرو د پیل شاهدان اوسو او په تمه یو چې طالبان هم په مذاکراتو کې داخل او مخ ته لاړ شو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ د امریکا د «پي.بي،اېس» له نشراتي سرویس سره په مرکه کې ویلي، دوی بېړه لري چې د افغانستان تراژیدي پای ته ورسوي او خلک یې چې ۴۰ کاله یې په جنګ کې تېر کړي، په سوله کې ژوند وکړي.

ښاغلي خلیل‌زاد سولې ته د افغانستان د رسېدو په اړه ویلي هیله مند دی چې افغانان هم یو بل ومني، په‌دې تړاو په یوې نقشې توافق وکړي او په زغم سره یو پر بل د برترۍ ذهنیت پای ورسوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل هېواد په اړه د جنیوا په نړیوال کنفرانس کې د سولې پر نقشې خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو لپاره ۱۲ کسیزه کمېټه ځانګړې شوې ده.

ښاغلي غني دا هم ویلي چې له طالبانو سره د سولې لپاره، د مصالحې د بهیر، په ټولنه کې د هغو یوځای کېدو او په ډموکراټیکه پروسه کې یې د شاملېدو لپاره پنځه کاله ټاکل شوې دي.

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهان په‌دې باور دي چې اوس د امریکا ګټې د افغانستان د سولې په ټینګښت کې دي، د دې له امله په‌دې کار بېړه کوي.

داوود مایار
داوود مایار

د دغو پوهانو له ډلې داوود مایار ازادي راډیو ته وویل:

"که موږ په نېږدې راتلونکې کې د اوربند شاهدان وو چې پروسه پر مخ ځي، نو له طالبانو سره به د افغانستان سوله یقیني شي. که سبا سوله راځي ښه ده چې نن راشي. نن د امریکا ګټې د افغانستان له ګټو سره غوټه دي. د افغانستان د ټولو خلکو هیله ده چې د سولې پروسې ډېره ژر پلي شي."

خو طالبانو د جنیوا په ناسته کې د سولې په اړه د افغان چارواکو له څرګندونو وروسته د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان حکومت بې صلاحیته دی او مذاکره کول ورسره، د وخت ضایع کېدل دي.

خو داوود مایار د امریکا يې چارواکو او د طالبانو د استازیو ترمنځ د مذاکرو څو پړاوونو ته په اشارې سره وايي، په هېواد کې دننه او بهر ذهنیتونه د افغانستان پر سولې ټینګار کوي او هیله ښيې چې وروستۍ هڅې به مثبتې نتیجې ورکړي.

رابور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG