د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

خلیل‌زاد: موږ هغه سوله غواړو چې د تېرو ۱۷کلونو د قربانیو ارزښت ولري


په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هم‌مهاله له طالبانو سره د سولې هڅې هم ګړندۍ شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د امریکا د عمومي نشراتو له سرویس «PBS» سره د افغانستان د سولې په اړه د خپلو وروستیو سفرونو او هڅو په اړه مرکه کړې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد هیله وښوده چې طالبان او د افغانستان حکومت وتوانېږي د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه د سولې توافق ته د رسېدو لپاره د یوې نېټې په توګه وکاروي.

زلمي خلیل‌زاد زیاته کړه:

"ټول له ولسمشر ه د افغانستان د جګړې د ختمېدو غوښتنه کوي او وایي، د ښکېلو خواوو ترمنځ باید روغه جوړه وشي، خو موږ هغه سوله غواړو چې د تېرو ۱۷ کلونو د قربانیو ارزښت ولري، په‌دې معنا چې په ځانګړي ډول افغانستان د امریکا پرضد د نړیوال ترورېزم په ځالي بدل نه‌شي."

ښاغلي خلیل‌زاد وویل چې دوی سولې ته د رسېدو لپاره بېړه لري، خو په عین وخت کې واقع بین هم دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو لومړنۍ غوښتنه تل دا وه چې امریکایي ځواکونه دي له افغانستانه ووځي، داسې وویل:

"په افغانستان کې پوځي حضور وروستی هدف نهإدی. زموږ هدف دا دی چې له افغانستانه زموږ پر ضد د تروریستانو د فعالیتونو پر وړاندي خنډ جوړ کړو. که موږ قانع شو چې کولی شو په لږو ځواکونو د ترورېزم د ګواښ مخه ونیسو ، طبعاً موږ غواړو چې آزاد، په ځان متکي او له بهرنیو ځواکونو پرته افغانستان وي. خو څنګه کولی شو دغې مرحلې ته ورسېږو؟ دا چې افغانستان زموږ پرضد د ګواښ یو هېواد نه وي، دا زموږ لپاره اساسي خبره ده."

ښاغلي خلیلزاد د سولې خبرو د بریالي کېدو لپاره مهمه وبلله چې افغانان یو بل ومني، پر یوه پلان توافق وکړي، څو ۴۰ کلنه غمیزه او د ده په وینا پر نورو ډلو د یوې ډلې د ارادې تحمیل ختم شي.

خلیلزاد وایي، د طالبانو مشرانو ورته ویلي چې دوی د قدرت د انحصار په لټه کې نه دي او یو سیاسي جوړ جاړی باید وشي.

دغه امریکایي مقام وایي، پاکستان ته یې د خپلو سفرونو په ترڅ کې هغه هېواد ته ډاډ ورکړی او سپارښتنه یې ورکړې چې د روغې جوړې په نتیجه کې یو داسې افغانستان نه غواړي چې له هغوی سره دښمن اوسي، بلکه یو داسې افغانستان غواړي چې له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې وي.

XS
SM
MD
LG