د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

افغان حکومت: ټول هېوادونه د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي


وروسته تر هغې چې طالبانو یو ځل بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې او له امریکا سره يې په مذاکراتو ټینګار وکړ چې جمهوري ریاست وايي، د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخته وړل کېږي.

د جهموري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سولې د پروسې په مسئله کې سیمه‌ییزه اجماع او د امریکا په ګډون دوست هېوادونه ټول په‌دې باور دي چې د سولې خبرې به د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې پلان چې د چهارشنبه په ورځ خپور شو او د سولې طرحه چې تر دې مخکې د کابل پروسې په کنفرانس کې وړاندې شوې وه، د سیمې د هېوادونو او زموږ د نړیوالو همکارانو له ملاتړه برخمنه ده. ټول هېوادونه د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي. متحده ایالات په‌دې برخه کې اسانتیاوې برابروي او د سولې لپاره هر اقدام د افغان حکومت په مشرۍ پورته کېږي."

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې د جنیوا کنفرانس ته وویل له طالبانو سره د سولې موافقې، د روغې جوړې پروسې، په ډموکراتیک سېسټم کې د هغوی د شاملولو او په ټولنه کې د هغوی د ادغام هڅو ته یې پنځه کاله وخت ټاکلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغان حکومت پرته له قید او شرطه د سولې خبرو ته چمتو دی خو د سولې موافقه به بې قید او شرطه نه‌وي.

ولسمشر غني وویل، له طالبانو سره يې د مذاکرو ۱۲ کسیزه ډله برابره کړې ده چې د هغه په وینا، د جمهوري ریاست د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي.

طالبانو د جنیوا په کنفرانس کې د افغان حکومت له‌خوا د سولې لپاره د لارې د نقشې د اعلان په عکس العمل کې یو ځل بیا یوازې له امریکا سره په خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان حکومت د سولې د پریکړو او په‌دې برخه کې د مذاکراتو د مخته وړلو صلاحیت نه‌لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه دوه ځله په قطر کې له طالب استازو سره د سولې خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې په کابل کې وویل چې دی هیله مند د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې افغان حکومت او طالبان د سولې موافقه وکړي.

بل لور ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هال د چهارشنبه په ورځ یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د افغان حکومت سیاسي مخالفین له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومت له‌خوا د اعلان شوې کمیټې د مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه شک څرګندوي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي، که طالبان د حکومت له‌خوا ټاکل شوې کمېټې سره خبرې ونه‌کړي، نو په هغې صورت کې به دا شورا د سیاسي ګوندونو او حکومتي چارواکو یو ګډ ټیم له طالبانو سره د خبرو لپاره وړاندې شي.

محمد عمر داوودزی
محمد عمر داوودزی

د حراست او ثبات د شورا د بهرنیو اړیکو مسول او د مشرتابه غړي محمد عمر داوودزي ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00
مستقیم لېنک

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د سولې د خبرو لپاره د حکومتي کمېټې ټاکل او د سولې خبرې ترسره کول د اساسي قانون له مخې د ولسمشر صلاحیت دی، خو د سیاسي ګوندونو او د ټولو ولایتونو استازي د سولې د پروسې په مشورتي بورډونو کې شامل دي او د سولې د خبرو لپاره به د دوی سلا مشورې په جدي توګه په پام کې نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG