په افغانستان کې د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه وايي چې؛
- د وخت د کموالي.
- د انتخاباتو کمېسیون د کمزوري مدیریت.
- ناامنیو او د بودجې د کمښت له امله کمېسیون د دې وړتیا نهلري چې راتلونکي څلور واړه انتخابات په یوځای په شفاف ډول ترسره کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۶» ازادي راډيو ته وویل، دا په کمېسیون یو لوی بوج او ستر مسؤلیت دی او وبه نهتوانېږي.
نوموړی وايي:
"په يوځای د څلورو انتخاباتو ترسره کېدل د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون لوی بوج او دا یو ستر مسؤلیت دی، کمېسیون د ولسي جرګې انتخابات ښه مدیریت نهشو کړای، د کمېسیون رهبري په خپلو کارونو کې پاتې راغلی او څلور واړه انتخابات په یوځای نهشي ترسره کولای."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي چې د جمهوري ریاست انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱مه ترسره کوي.
خو اوس د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات وايي، حکومت له کمېسیونه غوښتي چې د جمهوري ریاست، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او دغهشان د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات په یوځای ترسره کړي.
ښاغلي سادات ازادي راډیو ته وویل چې حکومت کمېسیون ته ویلي، نهشي کولای هر ځلې انتخاباتو ته جدا بودجه ورکړي او همیې امنیت خوندي کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"حکومت کمېسیون ته ویلي، څلور واړه انتخابات دې یوځای ترسره شي او حکومت هر ځلې انتخاباتو ته جلا بودجه نهشي ورکولای او نهیې هم امنیت خوندي کولای شي، کمېسیون کولای شي د حمل په ۳۱مه د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کړي، خو مشکله به وي چې دغه څلور واړه انتخابات د حمل په ۳۱مه مدیریت کړای شو."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پهدې تړاو چې دغه انتخابات ټول یوځای ترسره شي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۵» یوه طرحه له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د امنیتي بنسټونو له استازو سره هم شریکه کړې ده چې پر بنسټیې که د ټولو انتخاباتو پر یوځای کېدو سلا راغله، نو د سرطان په ۲۲مه نېټه به ترسره کېږي.
بلخوا د افغانستان د ازادو انتخاباتو د روڼتیا د څار بنسټ رئیس حبیبالرحمن ننګ وايي، د حکومت دغه غوښتنه منطقي نهده او د څلور واړه انتخاباتو په یوځای ترسره کېدل به د انتخاباتو شفافیت ته سخت زیان ورسوي.
ښاغلي ننګ زیاته کړه:
"که له جمهوري ریاست انتخاباتو سره د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي، حکومت غواړي په دې سره وښيي چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ دی چې دا کار په بشپړه توګه د انتخاباتو شفافیت ته زیان رسوي او کمېسیون نهشي کولای دغه ټاکنې په درسته توګه مدیریت کړي."
ټاکل شوې وه چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ولسي جرګې له انتخاباتو سره یوځای ترسره شي، خو د امنیتي مشکلاتو، په شرایطو د برابرو کاندیدانو نشتوالی او د یو شمېر نورو بېلابېلو ستونزو له امله دغه انتخابات وځنډول شول.
دغهشان د غرني ولایت د ولسي جرګې انتخابات هم د ناامنیو له امله تر اوسه نهدي ترسره شوي.
دا پهداسې حال کې چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخاباتو مهالوېش بشپړ شوی او د روانې اوونۍ په اوږدو کې به اعلان شي.
په دغه کمېسیون کې یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د جمهوري ریاست او غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات به یوځای ترسره کېږي او ممکن مهالویشیې سبا یا بله ورځ اعلان شي.
خو لا هم معلومه نهده چې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به څه وخت ترسره شي؟
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو مدیریت او چمتووالی درې میاشتې وخت غواړي.
راپور: رحمتالله افغان