د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځنډ خبرونه ردوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځنډ خبرونه ردوي.

دغه کمېسیون هغه اوازې له وخت مخکې بولي چې وايي د ولسمشری انتخابات له ټاکل شوي مودې دری میاشتې وځنډېدل.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیالې شیما علم سروش ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه هېڅ داسې رسمي پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا يې چې د کمېسیون رهبري دا وخت په دې کار کوي چې ایا کولای شي چې د حمل په ۳۱مه څلور انتخابات تر سره کړي، که نه.

نوموړی وايي، د ولسمشری د انتخاباتو دقیقه نېټه به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

دا وایي:

"د کمېسیون له رسمي ادرسه تر اوسه د انتخاباتو ځنډ نه شو تأيیدولای، خو د رهبرۍ په کچه داسې خبرې روانې دي، تر څو ارزیابي کړي چې ایا په یوه وخت کې مونږ څلور انتخابات تر سره کولای شو، که نه، د کمېسیون او د کارکوونکو ظرفیت څومره دی، دا ټول څېړل کېږي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ځينو رسنیو د دوی د سرچینو په حواله لیکلي چې د ولسمشرۍ انتخابات له ټاکلې مودې درې میاشتې وروسته د ولسوالۍ او ولایتي شوراګانو او د غزني له انتخاباتو سره یو ځای د راتلونکي کال د سرطان د میاشتې په ۲۲مه تر سره کېږي.

خو د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ کال د حمل د میاشتې په ۳۱مه نېټه تر سره شي.

کمېسیون هم له دې وړاندې په همدې نېټه د انتخاباتو د تر سره کېدو ټینګار کړی، خو اوس وايي چې راتلونکې اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ نېټه کره کوي.

له دې سره د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، که انتخابات د اصلاحاتو او اعتبار په خاطر ځنډېږي، دوی پرې انتقاد نه لري.

د یاد ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د ولسمشرۍ انتخاباتو د ممکنه ځنډ د غبرګون په اړه ازادي راډيو ته وویل:

فضل الرحمان اوریا
فضل الرحمان اوریا

"که په دغو دلایلو سره وي چې په کمېسیون کې اصلاحات راشي، کميشنران بدل شي، د کمېسیون وړتیا لوړه شي، کمېسیون د باور وړ وګرځي، د انتخاباتو په سېستم کې بدلون راشي، د رأيې ورکوونکو لېست له سره د بایومټریک په اساس جوړ شي، مونږ ور سره موافق یوو، خو که په دې اساس نه وي او انتخابات ځنډېږي، دا بیا د خلکو په برخلیک او ولسواکۍ باندې لوبې کول دي."

له دې سره د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، حکومت د انتخاباتو کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی لري او غواړي چې د دغه کمېسیون له خوا په اعلان شوې نېټه چې د حمل ۳۱مه نېټه ده، انتخابات تر سره شي.

ده ټینګار کړی چې حکومت په دغې نېټې د انتخاباتو تر سره کېدو ته چمتووالی نیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG