د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ طرحه یوې مشورتي ناستې ته وړاندې کړه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو په هدف یوه چمتو کړې طرحه د دوشنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د حکومت له استازو سره شریکه کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دا به غوره وي چې د افغانستان ولسمشریزو، د ولایتي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې څلور واړه انتخابات د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۲۲مه ترسره شي.

یاد کمېسیون په دې هدف یوه چمتو کړې طرحه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د حکومت د امنیتي ارګانونو د استازو یوې مشورتي ناستې ته وړاندې کړه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئيس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د راتلونکي لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو د نېټې د ځنډولو لپاره دغه دلایل او ستونزې په ګوته کړي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

دی وایي:

"د افغانستان اقتصادي او امنیتي حالت او جغرافیايي طبعيت موږ اړباسي چې په ځینو برخو کې خپل پروګرامونه بدل کړو، د راتلونکو انتخاباتو لپاره چې موږ د حمل ۳۱مه اعلان کړې، ډېر کارونه مو په مخکې پراته دي چې باید ترسره شي، د دې لپاره نومونه ثبت شي، منظم مهالوېش ورته ولرو او د انتخاباتي مبارزو لپاره باید کافي وخت ولرو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوې طرحې له مخې، راتلونکي ولسمشریزو، د ولایتي او د ولسوالیو د شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات دې د را روان لمریز کال د حمل په میاشت کې نه، بلکې د سرطان په ۲۲ مه وشي او نتایج دې یې د اسد په لسمه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس وویل، د دغو انتخاباتو د نېټې د بدلولو طرحه یوه مسوده ده او هیله ده چې د ناستې ګډونوال شته ستونزو ته په کتو، په دې اړه خپل نظریات له کمېسیون سره شریک کړي.

د دغې مشورتي ناستې ځینو ګډونوالو د ولسمشریزو انتخاباتو ځنډول غیر قانوني وبلل او ځینو ویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غواړي چې د ستونزو او نیمګړتیاو په پلمه، د اوسني حکومت موده اوږده کړي.

په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئيس وویل، هېڅ پرېکړه به د خلکو، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازو د نظریو خلاف عملي نه شي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید هغه څه وکړي چې په اساسي قانون او د انتخاباتو په قانون کې راغلي وي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده زیاته کړه:

"دا چې خپله په کمېسیون کې ظرفیت موجود نه و، دا سیاسي فشار او نورو مداخلو ته لاره هواروي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې حد کې نه دی چې د انتخاباتو پروسه په خپلواکه او غوڅه توګه مدیریت کړي، دغه کمېسیون تل له مسؤلیته تښتي او مذبذب دریځ غوره کوي، سیاسیون له دې حالته ګټه اخلي او کمېسیون نه شي کولای چې پر وړاندې یې دریځ ونیسي چې دا د کمېسیون په ناکامۍ دلالت کوي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دغه نظریات په وڅېړل شي او نتیجه به یې په لږو ورځو کې له خلکو سره شریکه شي.

د سیاسي ګوندونو ځینو استازو سره له دې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په پروسه یې ډېری انتقادونه وکړل، ویې ویل چې د هر څه د مخه د دغو انتخاباتو د ڼېتې د بدلولو لپاره باید حقوقي اړخونه هم په پام کې ونیول شي.

په دې اړه د حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل، په هغه صورت کې چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دلایل موجه وي، د انتخاباتو د نېټې بدلول قانوني ستونزه نه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG