د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د ولسي جرګې لپاره د ۵ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوې


دغه کمېسيون د ولسي جرګې لپاره د پنځو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او ژمنه يې وکړه چې ډېر ژر به د کابل او نورو ولایتونو نتایج هم څرګند شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر ګلاجان عبد البدیع صیاد پرون جمعه ماښام د پنځو ولایتونو نتیجې له رسنیو سره شریکې کړې.

ګلاجان عبد البدیع صیاد
ګلاجان عبد البدیع صیاد

ده وویل:

"لومړنی ولایت د دایکنډي دی، له دې ولایته د یوې ښځې په ګډون ۴ استازو ولسي جرګې ته لاره موندلې ده، دوهم فراه ولایت دی چې هغه هم ۴ استازي لري، درېم د ارزګان ولایت دی چې دغه ولایت ۳ استازي لري او څلورم ولایت جوزجان دی چې ۵ استازي لري او پنځم د بامیان ولایت دی."

ښاغلي صیاد وویل، د لومړي ځل لپاره د بایومټریک سېستم کارول، د رأیې ورکوونکو د لېستونو په برابرولو کې ستونزې، په یو شمېر ولایتونو کې د کمېسون د دفترونو تړل کیدل، د کابل د رأیو بیا شمېرل او تفتیش او ځیني نور تخنیکي مسایل د دې سبب شول چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې پر خپل ټاکلي وخت اعلان نه شي.

یاد کمېسون ژمنه کړې وه چې د ولسې جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د قوس په لسمه اعلان کړي.

عبد البدیع صیاد وویل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره پر مهالوېش کار روان دی او تر څو ورځو پورې به اعلان شي.

نوموړي وویل:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر جوړولو زمونږ کارکوونکي زیات مصروف وو، وروسته له هغې چې له اړوندو ارګاونو سره د بودجې، تخنیکي او عملیاتي مسئلو په اړه سلامشورې وکړو، ان شا الله راتلونکې اوونۍ به هغه مهالوېش هم له خلکو سره شریک شي."

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د میزان پر ۲۸مه او ۲۹مه او په کندهار ولایت کې د عقرب په پنځمه د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره انتخابات وشول چې د انتخاباتو د کمېسيون په وینا، شااوخوا ۴ ميلیونه کسانو پکې ونډه واخيسته.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون په وینا، د ولسمشرۍ انتخابات به د نوي هجري لمریز کال د حمل په ۳۱مه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG